یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهننګرهارکې د دیني عالمانو د وژل کېدو پېښې ډېرې شوي

ننګرهارکې د دیني عالمانو د وژل کېدو پېښې ډېرې شوي

تاند (شنبه، د میزان ۲۶) د ننګرهار دیني عالمان وايي د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې په دې وروستیو کې د دیني عالمانو د وژل کېډو لړۍ چټکه شوې او دوی یې سخت اندېښمن کړي دي.

تازه د دې ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د مولوي علي احمد مخلص په نوم یو دیني عالم په بمي چاودنه کې وژل شوی دی.

د ولایت ویاند عطالله خوږیاڼی وایي دا پېښه د سره رود ولسوالۍ په داغمه سیمه کې د زبیره مدرسې دننه شوې ده.

نوموړی وایي ماین د وژل شوي دیني عالم په خوب خونه کې ځای پرځای شوی وو، چې له چاودنې سره سم لومړی ټپي او بیا یې له سختو ټپونو ساه ورکړه.

دیني عالمان له حکومت نه غواړي څو د دوی د وژل کېدو د مخنیوي لپاره چټک ګامونه پورته کړي.

د یادونې ده چې تېره اونۍ هم په جلال اباد ښار کې نا پېژاند وسله والو یو دیني عالم په ډزو وژلی وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب