شنبه, مې 18, 2024
Homeمقالېد عامې روغتیا وزارت کې څه روان دي؟| ډاکټر خاموش خبر

د عامې روغتیا وزارت کې څه روان دي؟| ډاکټر خاموش خبر

له شلو کالونو ډېر وخت وشو چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د یوې بې کفایته، متعصبې  او مفسدې حلقې په لاس کې دی خو تر اوسه هیڅ قدرت په دې و نه توانید چې نوموړی وزارت لږ تر لږه د عادي سم سمکي په لور بوځي ځکه چې د قدرت د ویش په وخت کې همدا وزارت د فساد او غریب ولس پر سر د معاملې برخه وي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي له واکمنۍ نه مخکې د برهان الدین رباني د حاکمیت پر وخت په دې وزارت یوه متعصبه او مفسده خپسه کیناسته چې تر اوسه یې تر ستونی نیولی او ساه اخستو ته یې نه پریږدي.

دا خپسه د فیروزالدین فیروز، خواجه مهربان او نورو په شکل کې راوړاندې شوه. فیروز چې وايي مور مې هوتکه ده د یو نا متعصب او معتدل شخص په حثیثت یې ځان مشهور کړی خو په حقیقت کې د شمال ټلوالې یوه ډيره مضره او مفکره مهره ده چې د نطق او تمثیل کولو ډيره ښه توانايي لري خو په فکري او شخصیتي لحاظ هغه کس دی چې ډیره موده د مسعود فاونډیشن ریس پاتې شوی او په شرابخورۍ او عیاشۍ هم مشهور دی.

فیروز له ځان سره خپلې ځینې تش په نامه پښتنې چوکړې هم لري لکه هدایت الله ستانکزی او وحید مجروح چې فیرزو ته د هر ډول نامشروع بزنس په کولو مشهور دي.

خواجه مهربان چې د رباني په وخت کې د همدې وزارت معین و بلا شی انتي افغانستان څیرې یې له همغه وخته په دې وزارت کې ځای په ځای کړي چې یو مثال یې د ده ورور خواجه میر اسلام سعید دی چې ځان سید بولي خو په حقیقت کې د تعصب مورینه ده چې د خواجه مهربان په وخت کې د کراچۍ اغاخان پوهنتون ته د ماسترۍ لپاره د خپل ورور په مټ  ولیږل شو او د فیروز په وخت کې یې د همدې وزارت د قراردادونو امریت پر مخ یووړ. ظاهرا له فیروز سره وران خو په باطن کې د فساد د معاملې شریکان ول.

دلته یوه بله مهره چې اوس نشته خو له یوې لسیزې زیات یې د همدې وزارت مالي ریاست مخ ته بوت حسام الدین همراه دی چې یو ځل د فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي شو خو بیا ورپسې د کار او ټولنیزو چارو معین وټاکل شو. ویل کیږي چې دی ښاغلي په خپل کور کې د وزارت له پیسو تر سوناګانو او اروپآيي ماډل حوضونو په جوړولو مشهور دی.

د کرزي د حکومت په مهال تاریخ تیرې سهیلا صدیق د همدې وزارت وزیره وټاکل شوه چې ظاهرا پرې د فساد کوم تور نشته خو د بې کفایتۍ  او د عامې روغتیا په مدیریت د نه پوهیدو ښکرونه یې د اسمايي تر غره هم لوړ وو. نوموړې دا چې په خپل وخت کې یواځې او یواځې ښه جراح وه نور کمال یې نه درلود نو دا چې ښځه وه جنراله هم شوه او وزیره هم خو په خپل وخت کې یې هیڅ بنیادي کار نه دی کړی.

ورپسې سید محمد امین فاطمي د دغه وزارت وزیر وټاکل شو. نوموړی د نسبتا ښې ډیپلوماسۍ نه برخه من تن و خو د محافظه کارۍ او د بې جراتۍ سمبول و. وزارت یې د کرزي په سهم کې د پښتنو په سهم کې اخیستی و، خو اصلا د حضرت صبغت الله مجددي مهره وه چې د کرزي لپاره یې د خوبونو لیدلو په بدل د عامې روغتیا په وزارت تپلی و. فاطمي یو مشهور متل درلود او هغه دا و چې:

هر کسې را مقرر میکنم اما باید کجل نباید باشد.

کجل نه یې  منظور ک کونړ،  ج جلالاباد او ل لغمان و. فاطمي د دې لپاره چې ځان ملي وښيي او خپله چوکۍ وساتې نو د مشرقي خلک چې د ننګرهار د طب له برکته ډیر شمیرډاکټران لري او ټول په خصوصي سکټور کې مصروف وو خو د فاطمي په وزارت کې چې خپله هم ننګرهاری و ورته ځای نه و. یو ملګري مې چې د ننګرهار دی راته کیسه کوله چې د تقرر اسناد یې درې ځله شکراالله واحدی چې ننګرهاری و او فاطمي رد کړل او مخامخ یې ورته ویل چې ته د وزیر صاحب فورمول یعنې کجل کې برابر شوی یې. باالاخره یو خواخوږې پښتانه یې بیا اسناد په پټه په صدرالدین سهر امضا کړي وو. همغه وخت هم اصلي وزیر صدرالدین سهر و چې د پنجشیر او شمال ټلوالې کس و. تقرر او مالي سکتور د سهر په کنټرول کې و. د غلا په مورینه سهر ناست و. لس کاله یې میر عزیزالله اخګر چې په عین وخت کې د کابل طب استاد او د توبرکلوز ډیپارټمنټ امر هم و په وزارت د بشري قوې د عمومي ریس په توګه تحمیل کړ تر څو چې مړ شو. ته به وايي دومره قحط الرجال و چې ټول وطن کې بل سړی نه پیدا کیده چې متوفی په یو وخت کې دوې مهمې دندې پر مخ بیولې.

یاد متوفی خپل یو تکنیشن زوی د کارډیالوجي په سکالرشیپ کې لندن ته معرفي کړ چې هلته ناکام او بیرته کابل ته ډيپورټ شو خو نوموړي سپین سترګي متوفی د دویم ځل لپاره بیا بل سکالرشیپ ته معرفي کړ. د سهر او غلو سره یې د  فاطمي چوکړو هم په پروژو کې خپل خورد او بورد کاوه.

په هر حال ورپسې بیا دا وزارت د ویش په سهم کې جنرال دوستم ته ورسیده. نوموړي په سویس کې د افغانستان اوسنۍ ازبکه سفیره  ثریا دلیل په روغتیا وزارت وتپله چې هغه د تعصب کټګوري دا وه چې:

حق اولویت باید به  اقلیت های محروم اولاً ازبکها بعداً هزاره ها و بعداً  به تاجکها و به تعقیب ان در پوزیشن های تخنیکي اګر از ملیت های دیګه  کسې نه بود به پشتونها داده شود نه در پوزیشن های رهبري.

ثریا دلیل یو وخت په یونیسیف اداره کې کار کوه او څوک چې هلته پاتې شوي نو د ثریا دلیل د بداخلاقۍ د تک تور بک ګراونډ شاهدان دي.

د ازبک تبارۍ په نامه یوه بل تارتوک چې فدا محمد پیکان نومیږي هم په روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د معین په حیث وتپل شو. نوموړی چې په فاریاب کې د یو عادي کلینک مسول پاتې شوی و او بلخ طب نه فارغ دی. پیکان یو پښتانه، خو محافظه کار پی اچې ډي ډاکټر ته په امتحان کې ماته ورکړه او د دوستم په زور له فاریابه راسا د عامې روغتیا د ایچ ای وي ایډز سره د مبارزې ریس مقرر شو چې له پیله یې صلاحیتونه د معین وو، خو محافظه کار ډارن پي اچ ډي يې له ډاره په مقابل کې سپوڼ هم ونه کړ سره د دې چې  نمرې یې تر پیکان  لوړې وې خو خوارکي چې بې واسطې سړی و له دې ډاره چې موجود پوست ته یې کوم خطر پیښ نه شي د پي اچ ډي لرلو سره سره د ام دي پیکان په مقابل کې خپله عریضه بیرته واخسته.

پیکان په تند خو بیسواده برخورد مشهور دی. په نړیوالو میټنګونو کې چې انګریزي وايي نو د څه نا څه اګاه انسان هم ورته متیازې ځي  پاتې خو لا اګاه خلک.

د فدا محمد پیکان د سیکس ویډیو په یوتیوب کې ډيره نورمال چلیده چې د ډیر غټ پرداخت په نتیجه کې یې بنده کړه خو چا سره یې چې سیکس کړی و د وزارت د غلا له پیسو یې ورته د بلیک میل ختمولو په بدل  ترکیه کې کور واخست او له وطنه یې ورکه کړه . ویډیو یې په یوتیوب هم بنده کړه خو خلک هم بلا دي هغه وخت یې کاپي کړه او ډیر خلک یې اوس هم لري.

په ثریا پسې د شمال ټلوالې او عبدالله په سهم کې له کلونو کلونو انتظار، عقدې  او ارمان وروسته د مسعود فاونډیشن پخوانی مشر فیرزالدین فیروز چې د رباني په وخت کې معین و د وزیر په حیث معرفي شو. نوموړی به چې  د پنجشنبې مازیګر شو نو په خیرخانه مینه کې به د عامې روغتیا وزارت مرکزي سټاکونه ورته خالي شول او د هدایت الله ستانکزي او د مرکزي سټاکونو له ریس سره  چې په عین وخت کې یې درې مهم پوستونه نیولي و یعنې  د سټاکونو ریس او د وزیر سکرټر او د اسناد او ارتباط ریس و چرس والوزول او د خپل فساد حسابي به یې سره لنډه کړه.

ولسمشر غني چې د تعقل په ځای په احساساتو تصمیمونه نیسي خپلې دوه بې تجربې ګوډیانې د فیروز په اختیار کې د پښتنو غني او یا هم د پښتنو په سهم کې ورکړې.

ځوانه تنکۍ ډیوه صمد چې په ټول عمر نه د صحت په لاره تللې وه او نه یې مخکې تر دې کوم اجرایوي او پالیسی لیول دولتي پوست چلولی و خو نسبتا ښه انګریزي یې ویله فیروز ته راساً د پلان او پالیسۍ د معینې په توګه معرفي کړه. نوموړې به په میټنګونو او مجلسونو کې د بلبل غوندې انګریزي دوړوله نو د وزارت پزه پرې څه نا څه جوړه وه خو کله یې هم له تخنیکي او پالیسي د روغتیايي سکتور له رموزو بوی نه وړ. البته نوموړې بیا د رامین په نامه له ځان سره یو ځوان ډاکټر د خپل مشاور او سکرټر په توګه راوړی و او ویل به یې چې معینیت مونږ ته ولسمشر صاحب په ګډه راکړی. زه په پالیسي پوهیږم او رامین جان خو ډاکټر دی نو په صحت پوهیږي.

هو رامین کوم چیرته غالباً بلخ کې طب لوستی و خو  یواځې ډاکټر کیدل خو په دې مانه نه دي چې انسان دې د یو لوی سکټور رهبري او مدیریت وکړای شي هغه هم د پالیسیو او پلان په برخه کې.

د فیروز دویمه ګوډۍ ډاکټره مموسۍ زیور وه. مموسۍ زیور په روسیه کې د انستیزي په برخه کې زده کړې کړې وې. انګریزي یې چندان زده نه وه اکثر یې له بهرنیو پارتنرانو ځان ساته. نوموړې د مالي او اداري سکټور معینه وه.

دا چې په انستیزي کې د زده کړو له امله د ICU یونیټونو له مدیریت سره څه نا څه بلده وه، ولسمشر چې د روغتیا سکټور د مدیریرت په برخه کې بیسواده دی د شیخ زاید روغتون د لیدو په مهال یې چې مموسۍ یې ریسه وه او نوی نوی عربانو جوړ کړی روغتون و د دې روغتون آی سي یو ولیده چې نسبتا ښه ده البته له نورو دولتي شفاخانو سره په مقایسه چې سپۍ پکې لنګیږي نو درز شو چې مموسۍ یې ورته معینه معرفي کړه. په دې کې فیروز هم خولۍ اسمان ته خطا کړه ځکه مموسۍ تر وروستۍ شیبې د فیروز په لینک کې وه او د خپل کار په وخت یې کله هم کوم خاص ابتکار له ځانه و نه ښود خو په بد برخوردۍ او له پرسونل سره په شاوټنګ کولو ډیره مشهوره وه.

فیرز ډیر ماهرانه ایکسپرټ او پروفیشنل پښتانه چې یو نیم لکه د وریجو خیری د فاطمي او ثریا له وخته پاتې ول لکه ډاکټر بشیر نورمل، نجیب الله ساپی، ابن یمین،  له وزارته وایستل. هدایت ستانکزی یې د واکسینونو د پروګرام په راس کې چې د پیسو ځای دی رامخ ته کړ او خواجه میر اسلام یې د GCMU یا قراردادونو  آمر مقرر کړ. هر هغه ریس چې به د ستانکزي انجیو ته پروژه ورنه کړه نو ستانکزي به د خواجه میر اسلام او  فیروز په لاین له لیسته وغورځاوه. خواجه میراسلام په GCMU کې د صاحب الله په نوم یو برس درلود چې اکثر به یې دا برس چې پښتنو ته مخامخ کړ نو بیا به ترې اغزي جوړ شول.

په هر حال د خواجه میر اسلام په لاین یې دشمال ټلوالې اړوند ټولې انجیوګانې د روغتیایي سیستم د قراردادونو په لاین کې را مخ ته کړې او هره هغه انجیو چې د پښتنو کارکوونکو شمیر په کې اکثریت و هغه که ملي وه که بین المللي له سیسټمه وایسته.

د همدې فیرز د وخت سروې ښيي چې لږ تر لږه ۳۵۰ میلیونه ډالر هر کال هندوستان او پاکستان ته د طبي ټوریزم په نوم روان دي، خو ښاغلی فیروز د دې پر ځای چې ددې لیوریج مخه ونیسي په هندوستان کې یې په لاجنپتنګر کې خپلو ورونو ته درملتونونه جوړ کړل او هلته یې ورته رسمي کانسلټني یا د مشاوریت دفتر پرانست چې څنګه افغاني ناروغان په هندي روغتونونو وپلوري.

فیروز سره د ده نیمه وزیر ورور په وزارت کې ښکته پورته کیده او په لین جنګولو کې نوین هم لاس درلود. نوین به ګاک ستانکزي ته تسلیم کړ او ستانکزي به ګاک په وزیر وپاله. څومره د درملو کمپنۍ او شرکتونه چې افغانستان کې راجستر شوي د هر قلم دوا د راجسټر په مقابل کې سل الي پنځه سوه ډالر د فیروز جیب ته غورځیدلي دي. په ټنونو ټنونو درمل چې عامې روغتیا وزارت ته ډونرانو وړیا ورکړي د عامې روغتیا وزارت یې پنځه الی لس فیصده روغتونونو ته یوازې د دې لپاره ورکړي چې ډونر په خپل مانیټورنګ کې وګوري چې درمل یې په روغتونونو کې شته خو پاتې اتیا الی نوي فیصده په ازاد بازار کې پلورل شوي او د مرکزي سټاکونو د ریس په مرسته یې پیسې فیروز په خپل جیب کې اچولي دي.

فیروز له نورشاه کامه وال سره هم د ځنځیري درملتونونو په نوم په میلیون ډالري ګیم کې شریک و خو د فارمسي او درملو چارو ادارې د رهبرۍ په بدلون یې پروګرام ناکام شو خو ۶۸۷ او ۲۴ دواړو ځنځیري درملتونونو کې فیروز شریک دی.

د کرزي د حکومت له پیله تر ننه یوازې په رابعه بلخي روغتون یوسلو پنځوس میلیونه ډالر لګښت شوی خو په خدماتو پسې یې خره له دباندې نه ینګیږي

په دې جریان کې خدای نوې غوا لنګه کړه؟

کورونا راغله. افغانستان د کورونا په لحاظ په روان ټرینډ کې له ټولې نړۍ درې میاشتې وروسته و او د تیاري لپاره کافي وخت موجود و خو کله چې ځای د جارستان شو نو د فیروز بې کفایتي ټول وطن ښه ولیده. فیروز کورونا ته د ایمرجنسي په سترګه نه بلکه د لنګې غوا په سترګه وکتل. د پی پی اي فابریکه یې د بل چا په نوم د وزارت له پیسو جوړه کړه او هغه وخت یې ترې پوره عاید لاس ته راوړ. خبره د وینټیلیټرونو تر خرڅولو ورسیده.

د ولسمشر له دفتره  د کورونا سره د مبارزې لپاره منظورو شویو پیسو کې د فیروز لاس ډير ازاد و مخکې له اجرآتو پیسې د فیروز په لاس ورکړل شوې.

الله شاهد دی چې له کورونا سره د مبارزې په برخه کې ولسمشر په خپل ټول قوت سره اخلاص څرګند کړ خو لاندې حلقه او د عامې روغتیا وزارت یې ښه په فساد ککړ و او فقط دې ته ناست وو چې اوس به له کومه درکه پیسې راځي چې دوی پرې حمله وکړي.

فیروز مخکې له دې چې کورونا په نوره نړۍ کې خپره شوې اعلان شي د ټولو ډونرانو مجلسونه راوغوښتل او د پنځه میلیونه ډالرو پلان یې ورته د کورونا د مخنیوي لپاره په میز کیښود چې درې اعشاره پنځه میلیونه ورته یوازې د روغتیا نړیوال سازمان ومنلې خو دا د روغتیا نړیوال سازمان ړومبۍ او وروستۍ مرسته وه. د دې سره متصل ولسمشرۍ ماڼۍ عامې روغتی وزارت ته د پنځه میلیونو په ځای د پنځلس میلیونه ډالرو منظوري ورکړه چې لس میلیونه یې له اصل پلانه اضافه کیدې. خو فیروز د دې سره سره هم چې  لا کورونا افغانستان کې نه وه له ډونرانو د نورو پیسو غوښتنه وکړه. د روغتیا نړیوال سازمان په شمول ټول ډونران په یوه سنګر کې کیناستل او هغه دا چې فیروز باید د ورکړل شویو پیسو د لګښت درکونه وښايي بیا به نورې غواړي خو فیروز تر پایه دا حسابي ورنه کړه. فیروز پیسې وایستې خپل شخصي کارو بار یې پرې پیل کړ او کورونا یې افغانستان ته له راننوتو یوه نیمه میاشت وروسته تایید  اعلان کړه، خو په دې موده کې فیروز د دولت په پیسو اخستل شوي مواد بیرته په دولت په سل چنده لوړ نرخ وپلورل، او د دولت له ورکړل شویو پیسو هم ډيرې یې وګټلې او په یو ونډ کی سړی ډالر میلیونر شو.

د ترموزونو مشهوره کیسه د ټول افغانستان په یاد ده. هر جنس د وخت له هغه تر ټولو لوړ نرخه هم په دولت لس چنده لوړ حساب شوی او د جنس لپاره ذکر شوي ممیزات په یو جنس کې هم نشته. افغانستان تر ټولو بیکاره کیفیت مواد راونیول. د کورونا له پیدا کیدو پوره لس میاشتې تیرې شوې خو د عامې روغتیا وزارت په پوره لس میاشتو کې لږ تر لږه په دې هم ونه توانیده چې اخستل شوي وینټیليټرونه فعال کړي او هغه ډاکټر صاحبان چې ترې استفاده کوي ورته یو ټریننګ ورکړي.

فیروز مخکې له وزیر کیدلو خپل د تیښتې پلان سنجولی و او په ۲۰۱۶ م کې یې په حمایت پروژه کې ستانکزي سره د حمایت پروژې د ریس نصرت انصاري  په لاین خپله نا قابله میرمن د قابلو په لیست کې له مزاریانو سره کاناډا ته یو کنفرانس ته ولیږله چې هلته د کاناډا پناه واخلي. نصرت انصاري هم په دې پروګرام کې یوه بله قابله چې قانونا مستحقه نه وه خو په حمایت پروژه کې یې د نصرت په یو ملګري د جنسي ازار یا Sexual Harassment  دعوه لرله ولیږله او په دې ډول یې ځان او خپل ملګری د قابلې له شره خلاص کړ.

نصرت انصاری، ستانکزی او د حمایت پروژې یو بل کارکوونکی ګوهري د پیک انډیوالان دي.

جالبه خو دا ده چې کله فیروز ښکاره په وطن کې و نو د افغانستان حکومت د خیر په غونډۍ ناست و خو کله چې فیروز ورک شو نو حکومت فیروز، مموسۍ، پیکان، شهیم  او مجروح د کورونا په حیف او میل شویو پیسو کې څارنوالۍ ته معرفي کړل. اوس معلومه نه ده چې فیروز چیرته دی، ځینې وايي په کاناډا، ځینې ترکیه، ځینې جینیوا خو ځینې وايي چې د کرام الدین کرام تر څنګه په پنجشیر کې یې پناه اخستې ده. والله اعلم.

جالبه خو دا وه چې کله ولسمشر راوپارید او خپلې بې کفایته ګوډیانې یې منفک کړې نو فیرزو ورته شاه وزیري کشت ورکړ د مالي او اداري سکټور له پاره یې پرې خپل د عمه زوی شفیق الله شهیم معین کړ او روغتیايي خدمتونو معینیت ته یې خپل بچه خوانده وحید مجروح د پښتنو په سهم کې راوست. دا او دې ته ورته کیسې ډیرې زیاتې دي چې د لیکنې لمن ورته تنګه ده خو رابه شو دې ته چې په روغتیا وزارت کې اوس څه روان دي او نوی لیډرشيپ یا سرلاري  یې څنکه ده.

 

د عامې روغتیا وزارت اوسنی وزیر جواد عثماني څوک او په کومه خوار روان دی؟

جواد عثماني چې د یو پخواني معلوم الحال پرچمي زوی دی پنځه ورونه لري چې پنځه واړه د بلخ طب نه د پکیج په شکل فارغ راوتلي دي، جواد اینډ برادرز په  فاشیزم، خراسانیزم او فساد معلوم الحال مشهور خلک دي.

کله چې د کمونستانو رژیم سکوت وکړ نو جواد اینډ برادرز د کمونیزم او پرچمیزم په پاتې شونې لاین د جنرال دوستم غیږ ته پناه یووړه او په جنبش کې یې افغانستان او ملي ارزښتونو ته د کنځلو په بدل کې له ځمکې نیولې تر فاکولتو او چارکولتو ډیر امتیازونه واخستل.

کله چې په شمال کې د عطا نور ډمامه ګرمه شوه نو جواد اینډ برادرز عطا نور ته واوښتل او د عبدالله په ګروپ کې یې افغانستان او ملي ارزښتونو ته په سپکاوي نور امتیازونه واخستل او د بلخ فاکولتې د جاپان، مالیزیا، کاناډ او امریکا په پوهتونونو بدلې شوې.

جواد چې د بلخ طب  نه فارغ شوی  وروسته بیا  فلبرایټر شوی هم  دی چې په فولبرایټ کې په قومي کوټا کې تر ټولو بریالیو شاګردانو وروستی نوم و چې د تاجکانو په سهم کې راغی .

جواد  ظاهرا له ژبې توتله دی خو انګریزي پرې امریکایانو دومره لږ تر لږه زده کړی چې د فولبرایټ ډګري ورکړي او بیرته یې په وطن رانازل کړي.

نوموړی دغني لپاره د عبدالله له خوا مالګې اوبه کاندید و  نو د عامې روغتیا وزارت ته یې د فیروز په وخت کې د معین په حیثیت غني ته د کاندیدانو په لست کې ورمعرفي کړ.

غني چې امریکايي تحصیل کړي ته په څټ کې هډوکې نه لري  نو  ډیر اسان یې سړی د  یو عادي پوزیشن نه راساً د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو معین کړ.

سره د دې چې د فیروز  او جواد د تعصب او مسعود شناسۍ سنګر شریک دی خو په غلا کې سره وران شول. د دې ورانۍ په نتیجه کې خبره ډيرې لوړې سویې منازعې ته ووته چې په نتیجه کې جواد له عامې روغتیا وزارت تبدیل او په اقتصاد وزارت کې معین وټاکل شو.

خو د خپلو ورونو او چوکړه ګانو په مرسته فیروز ته په کمین کې ناست و او تر وروستۍ شیبې یې د فیروز د فساد په رسوا کولو ځان ته کمپاین لپاره مرسته وکړه چې باالاخره خدای لنګه غوا ده ته په لاس ورکړه. جواد په پرلپسې ډول د فیروز په ضد نړیوالو موسسو ته ایمیلونه وکړل او دولتي ارکان یې د فیروز په ضد وهڅول.

د جواد یو ورور فواد نومیږي چې اوس په کاناډا کې دی چې د فیروز په وخت کې د عامې روغتیا وزارت له مخدراتو سره د مبارزې ریاست ریس پاتې شوی او جواد خپل ډیر کارونه د فواد په مشوره کوي.

فواد چې په عین وخت کې د عامې روغتیا وزارت ریس و، د عبدالله په کمپاین کې یې د انتخاباتو په کمیسیون کې د غني په  ملاتړو هوتخیلو ځان وډباوه ، سر یې پرې مات کړ او بستر شو چې طلوع ټلویزین پرې ډير ریپوټونه  وکړل او د همدې ډبولو په ویډیو  کاناډا کې د سیاسي فعال په حیث یې پنا منظوره شوه.

فواد چې د وزارت رازونه جواد ته ایستل نو د فیروز د ورور نوین د تعقیب او تعقب ښکار شو او د فیروز  باډیګارډانو په ډبولو ډبولو له وزارته په داسې حال کې  وایست  چې یوه سترګه یې پړسیدلې، په خاورو کې لوغړیدلی او وینه پرې روانه وه نو په دې ډول له ریاسته  هم عزل شو. دا نو دویم ځل و چې فواد ډیر سخت  وډبول شو او له کینې او عقدې سره مالیزیا او بیا پسې کاناډا ته لاړ. فیروز د رجال برجسته د محفاظت قطعې نه یو څو تنه راغوښتي وو خو فواد یې په خپلو باډیګارډانو وډباوه خو تور یې پرې دا ولګاوه چې، فواد میخواست سر وزیر حمله کند و در نتیجه دفاع توسط قطعه رجال برجسته مجروح شد.

نو که پخوا وار د دادا و اوس د ادې دی. جواد اینډ برادرز د تعصب، فاشیزم، خراسانیزیم. فسادیزم او بد اخلاقیزم له عقدو سره په عامې روغتیا وزارت تپل شوي خلک دي.

غني چې له عبدالله سره په ویش کې یې د عامې روغتیا وزارت دا ځل عطا نور ته ورکړ نو عطا نور فلبرایټي شیګڼی (جواد عثماني) ورته معرفي ک چې دفعتا یې د غني ګرین لایټ واخست او وزیر شو.

خو جواد مفت نه دی مقرر شوی. جواد ته به عطا په پارلمان کې کمپاین کوي خو جواد به  پارلمان ته د عطا پری کړی سهم څو چنده عطا ته بیرته ور پرې کوي نو په دې شکل باید لنګه غوا د پخوا په پرتله یو ځل نه بلکه درې وخته ولوشل شي او داسې وچه او وزبیښل شي چې پوره پوره شیدې هم عطا او هم جواد ته ورکړي.

جواد نه یوازې دا چې غوا به پوره پوره لوشي بلکې د غوا د غوښو او هډوکو د خرڅولو له پلان سره هم راغلی دی، هغه څنګه؟

جواد د دې لپاره چې غوا ولوشي باید د اخور شااوخوا ټول کاریګر خپل مقرر کړي.

د اصولو او د ولسمشر د فرمان له مخې په دې برخه کې د جواد لاسونه قانون تړلي خو جواد دومره زرنګ دی چې غوا د شا له خوا لوشي او د خدمتي او نورو په نوم یې ښه په درز کې مقررۍ روانې کړې دي.

جواد د راتک په مهال له فیروز سره معامله وکړه او د هغې شرط دا و چې فیروز به په پارلمان کې د جواد د رایو مخه نه نیسي او په دې عوض کې به جواد د فیروز د فساد کیسې نورې نه افشا کوي. خو فیروز به له جواده په وزارت کې خپل چوکړه ګان هم نه ګټي او جواد به په لوی لاس تقررات کوي. په دې ډول له پارلمانه په کامیابیدو کې د جواد چانس بد نه دی که ولسمشر او یا یو څو تنه که سم وکیلان وي او مخه یې ونه نیسي.

نو جواد خپل اولین ګوزار د فیروز په لومړۍ درجه چوکړه هدایت ستانکزي وکړ. هدایت ستانکزی د وزارت د کتلوي معافیت او ایمرجنسي پروګرام کنټرولاوه خو جواد ورته خاکراه رشیدي چې له ام اس ایف موسسې له ریاسته تازه تازه د بې کفایتۍ په تور منفک شوی و راوست. دا سړی ځان ته ظاهرا صوفي وايي یو څو ایتونه یې هم زده کړي خو د تعصب ښکرونه یې له جواده کم نه دي.

البته په عامې روغتیا وزارت کې د کتلوي معافیت یا واکسینونو پروګرام او د ایمرجنسي یا عاجلو خدماتو پروګرام یو له هغو پروګرامونو دي چې ډير خورد او بورد پکې روان دی.

د جواد دویم ګوزار په افغان جاپان شفاخانه و چې د بې کفایتۍ او فساد په تور یې په لنډه تنګه موده کې څلور ریسان منفک شول. وزارت مطبوعاتو او خلکو تنګ کړ مجبور شول چې یو د انسانیت کار وکړي نو  بالاخره کله چې د افغانستان اسلامي طبي ټولنه ورته داوطلب راوړاندې شوه او پرته له معاشه یې په کې دواطلبانه کار شروع کړ نو د شفاخانې رونق ورسره څه ناڅه سم شو. په دې کې د کورونا خبره لږه لږه په خاموشیدو شوه خو جواد چې کله وکتل چې شفاخانه سم لوري ته روانه ده  اسلامي طبي ټولنه غلا نه کوي. د کورونا په وړاندې مړینه شهادت ګڼي او په عقیده استوار خلک دي نو دفعتا یې ورته د خپل ورور فواد دایم الخمر ملګری ظاهر سلطاني ورمعرفي کړ چې له اسلامي طبي ټولنې سره د تفاهمنامې خلاف د شپې اته نیمې بجې روغتون ته د تفنګچې له تهدید سره ننوت. اسلامې طبي ټولنې چې د هوکړه لیک سره سم په خپل موجودیت ټینګار کاوه نو داوطلب کارکوونکي یې ورته ظاهر سلطاني په تفنګچه  تهدید کړل او شفاخانه یې په خپل کنټرول کې واخستله. خبره په مطبوعاتو کې ډنډوره شوه باالاخره جواد له اسلامي طبي ټولنې بښنه وغوښتله، تفاهمنامه یې ورسره ختمه کړه او په ډير لنډ وخت کې یې د سلطاني په وسیله روغتون خصوصي سکټور KAF  موسسې ته ورکړ چې په ټول خورد او بورد کې ورسره شریک دی.

د جواد دریم ګوزار د خپل ورور په بایللي ریاست و چې هلته يې هم د فواد یو ملګری جاوید بدخش د مخدره موادو سره د مبارزې ریاست ته راوست چې ددې ډلې دخراسانیزم ملګری دی.

جواد څلورم  ګوزار د قراردادونو په امریت وکړ او هلته یې هم د خپل ورور فواد ملګری نیازمحمد نایب د امر په حیث راوست چې هغه هم د دوي د خراسانیزم ملګری دی.

د جواد پنځم ګوزار د تفتیش په ریاست و چې هلته یې خوشال تسل چې یو فعال انسان دی ختم کړ او د کندز د عامې روغتیا ریس چې یو منفعل انسان دی چې اینده کې د جواد د فساد مخه و نه شي نیولی مقرر کړ. خو د شل ورځو په تفاوت انتظار یې د تفتیش ریاست ته خپل سړی راوست او فضلي یې په کټه پیش ووهه.

جواد شپږم ګوزار د عامې روغتیا د بشري قوا په عمومي ریاست وکړ او هلته یې هم خپل د خراسانیزم یو ملګری ځای په ځای کړ.

د اروپايي ټولنې د مرستو سره د همغږۍ پروګرام ته یې د پکتیکا د ارګون یو تاجک راوست چې د مسعود د قهرمانۍ ډبرې په سینه وهي ( اوم ګوزار)

جواد په اتم ګوزار کې د کابل د عامې روغتیا ریس په ځای خوشال نبي زاده چې د جواد د غلا او د جواد د بل ورور د پیک  ملګری دی خدمتي راوست.

د جواد نهم ګوزار د کندهار د عامې روغتیا په ریس و چې خدمتي یې کابل ته راوغوښت او د هغه په ځای یې د محمود کرزي سره د معاملې په ترڅ کې د محمود کرزي تربور موسی جان سلطاني ریس کړ.

دا کار یې د دې لپاره وکړ چې موسی جان باید په کندهار کې د میرویس حوزوي روغتون چې په راوروسته کې د یو شمیر مخلصو کندهاریانو او ای سي ار سي موسسې په منډو شپږه سوه بسترو ته ارتقا کړی مخه یې ونیسي او دا د دې لپاره چې جواد باید د دې روغتون درې سوه بستره عینو مینې ته انتقال کړي چې د دې روغتون په وسیله باید د عینو مینې دویم فیز اباد شي خو په عوض کې به یې د کندهار حوزې غریب او غربه خلک  د ای سي ار سي له خدماتو بې برخې کیږي.

د دې خدمت په عوض کې به د کندهار وکیلان چې په پارلمان کې دي د جواد مخالفت نه کوي. خو جواد د پردې تر شا بله کیسه روانه کړې او کندهاري وکیلان یې په خره سپاره کړي.

په کندهار کې د فاطمي په وخت د کیور انټرنشنل موسسې او روغتون د فعالیدو پروسه صدرالدین سهر او د وخت مالي ریس حسام الدین همراه د یو شمېر بې کفایته کندهاریانو په مرسته شنډه کړه او د کندهار د عینو مینې د روغتون د فعالیدلو پروسه فیروز سبوټاژ کړه خو د میرویس روغتون چې د ولسمشر د حکم مطابق یې له درې سوه پنځوس بسترو ۶۰۰ ته ارتقا کړې جواد یې د نیمايي انتقال په نامه د عینو مینې روغتون ته  سبوټاژ کوي او هغه هم د  یو څو محلي احمقانو په مټ چې د سپیو غوندې یې سره په خپل منځ کې اچولي دي.

په مجموع کې په افغانستان کې د روغتیايي مرکزونو ویش د نفوسو او اړتیا په تناسب نا متعادل دی. د همدې خبیثه حلقې په واسطه په پښتنو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو د جوړیدلو مخه نیول شوې. خو برعکس په هغو سیمو کې چې نا پښتانه پراته دي نفوس نشته خو روغتیايي مرکز شته. د دروغو راپورونه یې مرکز ته راځي او پیسې یې مفسدې انجیوګانې په جیب کې اچوي. په دې فساد کې نړیوال بانک هم شریک دی. په نړیوال بانک کې بیا د همدې ستمي حلقې یوه بله څیره ده چې سید نومیږي. هغه هم ځان ته صوفي او د مولانا مرید وايي خو غلا یې دومره ښکروره ده چې د عامې روغتیا په وزارت کې یې پنځه کاله مسلسل خپل ورور اشرف مشکور ته چې پنځه کاله په فرانسه کې اوسیده د مشاور په نامه له افغانستان نه معاش ورلیږه. ټول وزارت په دې پوهیده چې یو سړی پنځه کاله کیږي چې فرانسه کې پروت دی خو له عامې روغتیا وزارته معاش اخلي خو د سید له ډاره پرې چا کار نه درلود. اخر چې خبره د رسوايۍ اوج ته ورسیده نو دا معاش قطع شو. دا یې کوچنی مثال دی.

جواد له خپل راتک سره د میرویس روغتون د ارتقا لپاره نږدې سل میلیونه افغانۍ په مرکز کې  بندې کړې. او اوس چې د مالي کال یوه الی دوه میاشتې پاتې دي غواړي په کندهار کې یې میرویس روغتون ته د وسایلو اخستلو او پرسونل مقررولو په نوم حیف و میل کړي.

د خدمتي په نامه جواد لګیا دی خپل مطلوب کسان ورځ تر بلې په وزارت کې په دده مطلوبو ساحو کې مقرروي  او ده ته  نامطلوب د خدمتي په نامه  نا مطلوبو ساحو ته لیږي.

خو د جواد لسم ګوزار ډیر خطرناک او  ښکرور دی چې د سوونو میلیونو ډالرو خبره ده.

د جواد نوی پلان دا دی چې غواړي د عامې روغتیا ځینې تاسیسات چې په مرکزي نقطو کې موقعیت لري او خرڅول یې ښه پیسه کوي لکه په کابل کې ملالۍ او رابعه بلخي روغتون، د عامې روغتیا ځینې جایدادونه  او ځمکې په لویو تجارانو وپلوري او په دې نامه غواړي حکومت ته ووايي چې په دې پیسو هم نوې ځمکه اخلي او هم پرې نوي روغتونونه تر پخوانیو روغتونونو په مډرن او پراخه شکل جوړوي.

فکر وکړئ، که رابعه بلخي روغتون لږ تر لږه  په سل میلیونه ډالره وپلوري نو شاید سیسټم ته یواځې پنځوس میلیونه ورکړي او پاتې پنځوس به د ځان او عطا نور په جیب کې واچوي. خو حقیقت دا دی چې د افغانستان ټول روغتونونه چې پخوانیو حکومتونو جوړ کړي د جوړښت له پلوه اوس هم د هندوستان له ګنګارام، مکس، میډنټا  او نورو سره ښه په نره سیالي کوي بلکه لا تر هغوی ښه دي خو په دې روغتونونو کې یواځینی کمی د سالم او شفاف مدیریت او د باکیفیته خدماتو دی. نه د موفقعیت په لحاظ ستونزه لري او نه یې تعمیرات بې نفشې او نامناسب دي.

خلص او خلص د افغانستان په روغتونونو کې ځکه سپۍ لنګیږي چې روغتیايی سکټور شل کاله وشول چې د تعصب او فساد په مورینه بدل شوی او دایتلافي حکومتونو د ویش په پایله کې د سترې بې کفایتۍ او ظلم ښکار شوی دی.

البته په تیرو څو ورځو کې د ولسمشر دفتر د جواد په ناقانوني مقرریو خبر شوی څه ناڅه نمایشي کارونه یې شروع کړي او یو نیم ریس یې بیرته په خپل ځای کړ خو دا د دې لپاره دي چې پارلمان ته ورروان دی او بله دا چې مخکې له پارلمانه ډاریږي چې ولسمشر یې عزل نه کړي او خلک پسې پورته نه شي.

خو له وروستیو راپورونو داسې بریښي چې وزیر وايي:

یک دفعه رای پارلمان ره بدست اورده صلاحیت مقرري هایم بدست اید تخم کبل را کتیش حسابي کرده ریشه شانه ختم کرده  میکشم.

نو زمونږ غوښتنه له ډاکټر غني دا ده چې د لوی الله ج خاطر وکړه! بیا د لوی الله ج خاطر وکړه او بیا د لوی الله ج خاطر وکړه. البته که په لوی الله  باور لرې نو د لوی الله روی مو دروړی چې خیر دی لږ په دې ولس رحم وکړه په ټولو وزراتونو کې دا یو وزارت د معاملې له قید او بنده خلاص کړه او په وطن مین یو انسان چې د ښه مدیریت او رهبرۍ توان ولري ورته راولیږه او دا د ناروغتیا وزارت په رښتیا هم د روغتیا په وزارت بدل کړه.

و ما علینا الاالبلاغ

ډاکټر خاموش خبر


هغه څه چې په دې لیکنه کې یې ادعا شوې، تاند نه تاییدولی او نه ردولی شي. دا او د لیکوالو په نوم نورې لیکنې د تاند دریځ نه ښيي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب