یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهد هلمند جګړې سلګونه خلک وژلي او ډېر نور یې ټپيان کړي...

د هلمند جګړې سلګونه خلک وژلي او ډېر نور یې ټپيان کړي دي

تاند(شنبه، د میزان ۲۶) هلمند کې د روانې جګړې یوه اوونۍ وځي، چارواکي وایي چې په دغه جګړه کې ۳۴۰ کسان وژل شوي، لسګونه ټپیان او تر لس زره ډېر نور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د هلمند والي یاسین خان رسنیو ته ویلي چې په دغه ولایت کې د جګړې له پیله تر اوسه ۳۰۰ وسله وال طالبان، ۳۰ امنیتي سرتېري او لس ملکي وګړي وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې په همدې موده کې تر لس زره ډېر ملکي وګړي د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبور شوي دي او اوس مهال په ډېر بد وضعیت کې د ژوند شپې او ورځې سبا کوي.

یاسین خان زیاته کړې، طالبانو د لښکرګاه ښار او شاوخوا ځینې سیمې په ماینونو پوښلې او دې چارې د دوی په ګډون ملکیان هم سخت اندېښمن کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، د طالبانو برید یې په شا تمبولی دی خو د سیمې اوسېدونکو بیا ویلي چې طالبان لا هم د ښار پر شاوخوا کنټرول لري او جګړه په شدت سره روانه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب