تاند (شنبه، دمیزان ۲۶) افغان ولسمشرمحمد اشرف غني نن د افغانستان د فوټبال غوره لیګ له لوبډلو سره کتلې دي.
ولسمشر دغه راز په یوه وېډیويي پيغام کې په کابل کې د فوټبال غوره لیګ د نهم پړاوو سیالیو له امله مننه وکړه چې هېوادوالو ته یې خوښي ورکړه.
هغه د خپلو خبرو پرمهال د هېواد په ولایتونو کې وروستیو جګړو ته په اشارې وایي : «په ډېر تاسف سره په هلمند او ځینو ولایتونو کې د طالبانو جګړو د ځاني او مالي تلفاتو ترڅنګ په هلمند کې ګڼې کورنۍ بې کوره شوي او موږ ټول سخت خواشیني کړو.»
د یادونې ده چې د افغانستان د فوټبال په سږني غوره لیګ سیالو کې شاهین آسمایي لوبډلې او په ښځینه فوټبال لیګ کې بیا د هرات فوټبال لوبډلې اتلولې خپله کړې ده.
د شاهین اسمایي او سیمرغ البرز د لوبې لیدو ته یو شمېر لوړ پوړې چارواکي هم ورغلي وو.