دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهټرمپ د ټاکنو د بایللو په صورت کې له امریکا د وتلو...

ټرمپ د ټاکنو د بایللو په صورت کې له امریکا د وتلو خبر ورکړی

تاند ( شنبه، دمیزان ۲۶) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په جورجیا کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي، که چېرته د جوبایډن په څېر سیال ترې ټاکنې وګټي نو امریکا به ورته ځای ورنه کړي.

هغه زیاته کړې، په دې شرمېږي چې د بایډن غوندې نوماند ورسره د ټاکنو ګټلو ته راوتلی دی.

ټرمپ خپلو پلویانو ته په خطاب کې ویلي: « ایا فکر کوئ چې زه به یې وبایلم، ډېر شرم دی چې خلک ووایي، بایډن له ټرمپ څخه ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې، هیڅ ښه احساس به ونه لرم او ښایي د امریکا پرېښودو ته مجبور شم.»

د امریکا په سږني ټاکنو کې جوبایډن د ولسمشر ټرمپ سرسخت سیال بلل کېږي چې د ډېرو په باور ښایي سږنۍ ټاکنې هم وګټي.

یو شمیر امریکایي سیاسیون هم د ټرمپ په حکومت سختې نیوکې لري او ټرمپ یې د امریکا په تاریخ کې ناکامه ولسمشر بللی دی.

1 COMMENT

  1. کوم سیاست چی ټرمپ او مخکینی امریکایی ولسمشرانو له افغانستان او په تیره بیا ددی څلویښت کلنی جګړه په اړه او اوسنی ۲۰ کلنی جګړه په اړه نظر لری دا داسی معنا لری چی اصلی ترهګر طالبان نه بلکه پخپله امریکایان دی ځکه همدی ټرمپ وویل چی موږ ۳ میلیارده ډالره پآکستان ته ورکړل مګر پآکستان هیڅ هم ونکړل او مخکینو ۷ یا ۸ جنګی ډلو جنایتونه چی خلکو په سرونو کی میخونه ټکوهل، د کابل ښار په کنډواله بدلول د همدی امریکا په غیرمستقیم مالی او نظامی مرسته باندی افغانستان داسی حالت ورسیده ځکه پدی ټول نړی پوهیږی چی پاکستان د جنګی ډلو او جنایت کوونکو مرکز او مور ده مګر له شته شواهدو سره چی د هند او افغان دولت د نړیوالی ټولنی امنیت شورا او امریکا او ملګری ملتونو ته سپارلی دا په ډاګه کوی چی پاکستان دا ټول کارونه کوی مګر پورته ټول سازمانو او امریکا په ټولو شواهدو باندی سترګی پټوی او د یوه ترهګر هیواد چی د افغانستان او هندوستان له جلا شویو ټوټو جوړ شوی (پاکستان) دا کارونه کوی مګر سیاسی او مالی او نظامی فشار ورباندی نه راوړی نو لدی ښکاری چی پورتنی سازمانونه او ملګری ملتونو کی شامل هیوادونه د افغانستان لدی کړاو او ظلم څخه خوند اخلی او افغانانو ته بشر په سترګه نه ګوری، ځکه خو همدا ټرمپ د نړیوالی محکمی په وړاندی ودریده او ۲۰ کلنو جایتونو د پټ ساتلو باندی ورباندی بندیز ولګولو او پاکستان ته دومره نه وایی چی څه کوی او ولی یی کوی؟

    له ټولو خو دردونکی داده چی زموږ افغان دولت هم دومره نشی کولی چی سیاسی سفارت په پاکستان د یو نامعلومی مودی لپاره بند کړی ترڅو نړی پوه شی چی دهلمند او د افغانستان په نورو ښارونو کی شته جګړی تر شاه د پآکستان د پوځ او امریکا لاس ده ځکه خو خلیلزاد له باجوه سره پاکستان لیده کاته وکړل او همدارنګه د پآکستان استخباراتو مسول قطر ته سفر وکړ

    نو کچیری طالبان سوله کوی نو جګړه د څه لپاره آیا د یو مسلمان وژلو ته جهاد ویلو شو
    آیا محمد مصطفی (ص) په کومه جګړه کافر پر ځای مسلمان وژلی او مسلمان ته یی د کافر خطاب کړی؟
    کچیری سوله د افغانستان لپاره وی نو د پاکستانی باجوه اود استخباراتو مسول یی لیدل له یو امریکایی خلیلزاد سره په څه معنی ده؟

    کچیری دولتی ځواکونه ادعا کوی چی د هلمند جګړه ۸۰ یا زیات پاکستان جنرالان یا افسران وژل شوی او دهغوی جنازی د غزنی په څیر پاکستان ته انتقال شوی کچیری تصویرونه یی شتون لری نو رسانیو ته په اخطار کی ورکړی چی ولس پوه شی چی دا هغه جګړه ده چی ګلبدین د پاکستان د پوځ او استخباراتو په مرسته په جلال آباد باندی د نجیب الله دوران کی کړی وو او کچیری تصویرونه موجود وی نو نړیوالی ټولنی امنیت شورا ته او همدارنګه ملګری ملتونه وسپاری چی د پاکستان د سولی دروغینی وعدی ولس او نړیوالی ته اشکار شی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب