جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeټولنیزارواپوهنهژوند ته مو شفا ورکړئ| جنرال دولت وزیري

ژوند ته مو شفا ورکړئ| جنرال دولت وزیري

د «ژوند ته دې شفا ورکړه« د کتاب غورچاڼ- څوارلسم لوست

د ښاغلي صالح محمد صالح ژباړه

خپلې روغتیا ته پاملرنه او خپل ځان ته په ښه سترګه کتل په دې معنی نه دي چې څوک له چا څخه ځان پورته وګڼي، بلکې له دې سره موږ کولای شو چې په ټولنه کې د ځان له پاره مناسب ځای ولټوو او له ښې روغتیا سره به له ژوند کولو څخه خوند واخلو.

که چېرې ښه ځیر شو د بدن هر غړی جلا جلا دندې لري. موږ کولای شو چې په خپلو هڅو او هلو ځلو د خپل بدن د غړو په روغتیا کې مرسته وکړو، په دې صورت کې به ټول غړي خپله دنده په ښه شکل تر سره کړای شي او یا برعکس که زموږ کړنې زموږ غړي کمزوري وساتي، موږ به په لوی لاس خپل د وجود غرو ته هغه څه ورکړي وي چې ناروغې يې بولي.

بدن په ژوند کې د داخلي سوچونو هنداره ده. زموږ هر غړی موږ سره خبرې کوي او له خپل حال مو خبروي په دې شرط که چېرې موږ د خبرو کولو وخت ورکړو.

زموږ د بدن هره حجره زموږ د سوچونو او هرې خبرې په هکله عکس العمل ښيي، همدغه عکس العملونه دي چې یا د ناروغۍ او یا د ناروغۍ د کمېدو سبب کېږي، د بېلګې په توګه:

سر:

سر دی چې خلک د هغه په واسط موږ پېژني، که د سر په هکله کوم شی سم نه وي فکر کوو چې کومه لویه ستونزه را منځته شوې ده. همدغه ستونزه د دې باعث کېږي چې سر عکس العمل وښيي.

ویښته:

ویښته چې زموږ د قوت استازیتوب کوي که چېرې تشویش ولرو او یا و ویریږو په هغه صورت کې زموږ ویښته شخ درېږي او یا د سترګو شاو خوا تورې حلقې جوړیږي.

دا په خپله د ويښتو عکس العمل دی چې له ځانه يې ښيي. له دې سره که په سر کې کومه جدي ستونزه او تشویش موجود وي ویښته وده نه کوي، توئیږي او خبره تر پکوالي پورې رسیږي.

له هغه وخته چې ښځې د کار او تجارت نړۍ ته داخلې شوې دي، د تشویش او ویرې له کبله يې د ویښتانو توئېدل پیل شوي دي. په غرب کې ډېری ښځې له مصنوعي ویښتانو ګټه پورته کوي، خو موږ پرې نه پوهیږو.

په دې باید و پوهیږو چې تشویش او ویره زموږ د قوت نه بلکې د کمزورۍ استازیتوب کوي. په مقابل کې هوسا، متمرکز او سوله ییز اوسیدل زموږ د واقعي قوت نښه ده. که موږ هر څومره ځان هوسا وساتو په همغه اندازه به زموږ قوت هم زیات وي.

غوږونه:

غوږونه د اورېدلو قابلیت لري. په غوږونو کې د ستونزې له کبله عکس العمل د هغه څه په هکله غوسه ده چې موږ يې اوریدل نه غواړو. همدغه عکس العمل د غوږونو د درد سبب ګرځي.

سترګې:

سترګې چې د لیدلو قابلیت لري. کله چې موږ پر سترګو فشار راوړو او د هغه څه په هکله چې زموږ په شا او خوا کې وجود لري او موږ يې د نه لیدلو هڅه وکړو. د فشار په پایله کې د سترګو دید کمزوری کیږي او خبره تر عینکو پورې رسیږي. چې دا هم د سترګو عکس العمل ښيې زموږ د کړنو په اړه.

د سر درد:

د سر درد پر ځان له نه باور کولو څخه سرچینه اخلي. کله چې مو سر درد وکړي وګوري چې په کوم ځای کې مو تېروتنه کړي ده. که چیرې په هکله يې ځان ملامت نه کړي وبه ګوري چې درد هم له منځه ځي.

څوک چې پر ځان ډیر فشار راوړي حتمی ده چې سر يې په درد کیږي. د سر په درد کې غوسه هم شامله ده. که چیرې ځان تسکین کړو او خپل ځان له غوسې وساتو، په حتمي توګه د سر درد له منځه ځي.

د پزې شاو خوا کې ستونزه:

کله چې د پزې شاو خوا او پر مخ کومه ستونزه ګورئ حتما په ژوند کې چا پارولي یاست او یا داسې فکر کوئ چې دغه کس غواړي تاسو له پښو وغورځوي.

خبره دا ده چې ستونزه موږ په خپله جوړوو، بېځایه نور ملامتوو او خپله غوسه په نورو سړوو، واضح ده چې دا يې د حل لاره نه ده.

غاړه او ستونی:

په غاړه او ستوني کې هم ډیر څه روان وي. کله چې په غاړه کې ستونزې وي په دې معنی ده چې موږ د يوې مسالې په هکله سرټمبګي کوو او له ځانه انعطاف نه ښیو.

ستونی:

په ستونی کې ستونزې په دې معنی دي چې فکر کوو چې د ځینو شیانو د کولو او د خپل حق د غوښتلو توان نه لرو.

د ستوني ګزک:

ستونزه يې د یخنۍ تر څنګ د غوسې له کبله وي. دا په دې معنی ده چې ډېر په غوسه یاست او د خبرو توان نه لرئ. کله چې په وجود کې قابلیت او توان وځپل شي او نهيلي شو په ستوني کې ستونزې پیدا کېږي او دې ته د ستوني عکس العمل وايې.

د تانسل پړسوب او تايرايډ:

کله چې موږ غواړو کوم کار ترسره کړو او په تر سره کولو کې يې ناکام وو او یا هغه څه چې غواړو تر سره يې کړو او نه يې شو تر سره کولای دا ستونزه را پیدا کیږي.

مټې:

مټې د ژوند د تجربې، ظرفیت او توان استازیتوب کوي. د مټو لوړه برخه زموږ د ظرفیت او کښته برخه زموږ د توان په اندازه کار سر ته رسوي.

کله چې موږ خپل زاړه احساسات په بندونو او مفصلونو کې ساتو. که چیرې د بدلون په هکله انعطاف منونکي اوسو نو حتمي ده چې د مټو ستونزې مو حل کړي دي.

لاسونه:

په لاسونو ډیر کارونه ترسره کولای شو. شیان پرې نیولی او ټينګولې شو، یو چا ته د مرستې لاس ورکولی شو او له دې سره خپل موټی هم ټینګ نیولی شو. موږ کولای شو چې په همدغو لاسونو ډېرې د ستونزو غوټې پرانیزو او یا یو چاته ور باندي مشکل جوړ کړو.

د لاسونو عکسل العمل چې ټینګ مو نیولي وي معنی دا چې بیریدلي یو او یا مو څه بایللي دي. که په يوې خبرې پورې ځان ټینګ ونیسو، ملګری مو اړ کیږي چې موږ خوشې کړي. که خپل لاسون مو د موټې په څیر کلک نیولي وي نه شو کولای چې کوم نوی شی لاس ته راوړو.

ګوتې:

هره ګوته یوه معنی لري. کله چې د ګوتو له ستونزو سره مخ کیږي معنی دا چې په کومه برخه کې آرامتیا ته اړتیا لري.

که د شهادت ګوته مو پرې کړه معنی دا چې یا په غوسه یاست او یا بیریدلي یاست.

د غټې ګوتې عکس العمل د ذهني ستونزو او بیرې استازیتوب کوي.

د منځنۍ ګوتې عکس العمل هم د غوسې سره سرو کار لري. کله چې په غوسه او یا خفه یاست منځنۍ ګوته مو د څو ثانیو لپاره ټینګه ونیسي بیا وګورئ چې څنګه مو غوسه له منځه ځي.

که پر نارینه په غوسه یاست د ښې لاس او که پر ښځې غوسه یاست د کیڼ لاس ګوته مو کلکه ونیسي. د منځنئ او کوچنۍ ګوتې تر منځ ګوته د اتحاد او غم په مهال عکس العمل ښئي.

کوچنۍ ګوته له کورنۍ او تظاهر سره اړیکه لري.

ملا:

که په ملا کې ستونزه پیدا کوو معنی دا ده چې ملاتړ مو نه دی شوي او یا مو ملاتړ له لاسه ورکړی دی.

«زموږ په وزیرو کې چې د چا ورور مړ شي وايې ملا مې ماته شوه یعنې ملاتړی مې له لاسه ورکړ.»

د ملا لوړه برخه د عاطفي ملاتړ د نشتوالي په صورت کې عکس العمل ښيي.

یعنې کله چې موږ فکر کوو چې زما ملګری، مدير او یا هیڅوک ما نه درک کوي او مرسته را سره نه کوي.

د ملا منځنۍ برخه د ګناه د احساس په صورت کې عکس العمل ښيي د ملا د لاندینۍ برخې عکس العمل په دې معنی دی چې یا تش لاس یاست او یا ډیرې پیسې لرئ او یا مو مالي کارونه ګډوډ دي.

ډیری کسان فکر کوي چې په ژوند کې پیسې ډیرې مهمی دي او وايي: بې له پیسو ژوند نه شو کولای، خو دوی په حقه نه دي. کوم شی چې په ژوند کې ډیر مهم دی هغه ساه اخيستل دي. دا د خدای ج له خوا لوی نعمت دی، که په وجود کې ساه وي موږ کولای شو چې خپل ټول مشکلات حل کړو. بې له ساه اخیستلو دوه درې دقیقې ژوند امکان لري، خو بې له ډوډۍ کولای شو چې څو ورځې ژوند ته دوام ورکړو.

سږي:

د سږو عکس العمل په دې معنی دی چې موږ فکر کوو چې په پوره ډول د ژوند د پر مخ بيولو حق نه لرو. ښځې له پخوا څخه ژوره ساه د دې له پاره نه اخلي چې فکر کوي دویمه درجه اتباع دي کله نا کله دا فکر هم کوي چې د ژوند کولو حق هم نه لري. خو نن ورځ په ډیرو هیوادونو کې دا ستونځې حل شوي دي.

زیات سګرت څکول:

د ژوند د نفي کولو په معنی دي. د نورو ملامتول د سګرټو څخه د خلاصون لاره نه ده، دا عادت باید بدل شي.

تي(( سینې)):

په تیونو کې د عکس العمل احساس د یو چا په هکله تر حده زیات د مورولۍ احساس کول دي.

موږ باید ماشوم پریږدو چې په ذهني لحاذ سمه وده وکړي او که د هغه پر ځای د ګرانښت له امله ټول کارونه په خپله تر سره کړو معنی دا چې د مرستې پر ځای مو ښه روزنه نه ده ور کړې. په تیونو کې سرطان د ژورې غوسې او ځوريدنو عکس العمل دي.

زړه:

زړه د مینې استازیتوب کوي ځکه زړه دی چې ټول وجود ته وینه په خوند او مینه پمپ کوي.

کله چې موږ ځانونه له مینې او خوښۍ بې برخې کړو زړونه مو هم بې شیمه او سړېږي. په دغه صورت کې د وینې جریان سستېږي، په پایله کې کم خوني، د سینې درد او د زړه په حمله اخته کېږو. وايي په کومو کسانو چې د زړه حمله راغلي وي خوښ کسان نه دي. که چیرې ځان خوښ ونه ساتو حتمی ده چې بیا د زړه د حملې سره مخ کیږو.

زړه سره زر دي خو ساړه، پرانیستي، تور، مینه ناک، او تاوده زړونه وجود لري. دا په موږ پورې اړه لري چې خپل زړه ته کوم نوم ورکوو.

نور بیا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب