دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهفنلېنډ له افغانستان څخه خپل سرتېري وباسي

فنلېنډ له افغانستان څخه خپل سرتېري وباسي

تاند (یکشنبه د میزان ۱۳) فنلېند وايي په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عملیات پای ته رسېدونکي دي.

د فنلېنډ د دفاع وزیر انټي کایکونن سین وایي، دوی به د راتلونکي ۲۰۲۱ کال په پسرلي کې له افغانستان څخه خپل ټول شپېته سرتېري بېرته خپل هېواد ته وروغواړي.

نوموړي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، ښایي ناټو په افغانستان کې خپل عملیات د راتلونکي کال په پسرلي کې پای ته ورسوي نو ځکه هلته د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدو اړتیا نشته.

هغه د سولې خبرو ته په اشارې ویلي، سره ددې چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه نه دی خو په وینا یې هیله مندي شته.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د فنلېنډ د دفاع وزیر په نږدې راتلونکي کې له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د نه اېستلو خبر ورکړی و او ویلي و چې په دې هکله کوم پلان نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب