یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهشیخ احمد الطیب: د اسلام په اړه بې مانا او سپکې خبرې...

شیخ احمد الطیب: د اسلام په اړه بې مانا او سپکې خبرې هیچا ته د منلو نه دي

تاند (یکشنبه د میزان ۱۳) له هغه وروسته چې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون وویل، اسلام په ټوله نړۍ کې له ناورین سره مخامخ دی، د مصر د الازهر پوهنتون شیخ احمد الطیب وايي، اسلام کې ترهګري ځای نه لري.

د مکرون په وینا: «اسلام داسې یو دین دی چې نن په ټوله نړۍ کې له ناورین سره مخامخ دی او موږ دا یوازې پخپل هېواد کې نه وینو.»

شیخ احمد الطیب د اسلام په اړه د مکرون څرګندونو ته غبرګون ښودلی او زیاته کړې یې ده چې نوموړي اسلام ته سپکاوی کړی دی.

ښاغلي الطیب د فرانسې د ولسمشر د څرګندونو په رابطه ویلي، ترهګري له اسلام سره هیڅ اړیکه نه لري، بلکې د ترهګرۍ خلاف هم دی.

د نوموړي په وینا د فرانسې ولسمشر دې له خپلې خولې سره پام کوي، ځکه د اسلام مقدس دین په اړه بې مانا او سپکې خبرې هیچا ته د منلو نه دي.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې مکرون په خپله وینا کې اسلام ته د ترهګري کلمه کارولې وه چې د یو شمېر اسلامي هېوادونو له غبرګونو سره مخامخ شوی و او دی یې په فرانسه کې د اسلام ځپلو په هڅې تورن کړی دی.

7 COMMENTS

  1. فرانسه کی اسلام هر ورځ په پراخیدو دی،همدا علت دی چه افراطی عیسویان لکه مکرون د اسلام په ضد لګیا دی،
    هالند کی د اسلام په ضد یوه ډله چه (ف،ف،د)نومیږی د او خیرد ولیدر یی مشری او د اسلام په ضد لګیا دی،
    دا د څو کالو په درشل کی چه د ډلی غړیو یی اسلام په باره مطالعه وکړی،نو اسلام د حق دین ورته ښکاره شو،چه د دی ډلی معاون او یو شمی نور یی چه د پارلمان غړی هم د تیلویزون د لاری په اسلام مشرف شول،الله اکبر

  2. د فرانسې ولسمشر حقيقت ويلی. د مسلمان قاتل په 99% حالاتو کې بل مسلمان وي. په زرګونو ډوله تفسيرونه اودفرقې دي. د قران يو ايات د بل سره ټکر کې وي. نيم ناسخ دي نيم منسوخ. د قران 32 ډوله قرات شته چې د هر قرات سره معنا توپير کوي. په لکونو حديث دي چې هر څوک يې د خپلو ګټو لپاره کاروي. اصل ژوند د مرګ وروسته بولي او د اوسني ژوند لپاره نه پلان لري نه پروګرام. په لندن کې پروت وي خو خپل کې د تالب د وحشت طرفداري کوي. لور يې کالج ته درومي خو کلي د هغه تالب ننګه کوي چې مکتب ته اجازه نه ورکوي.

    غربت او فقر دوی کې دی. ناروغۍ دوی کې دي.

    نو د فرانسې د ولسمشر کومه خبره سمه نده!

    تر هغې چې د ابراهيمي اديانو خدايان چې د انسان د ذهن تراشيلي خدايان دي حقيقت بلل کېږي نو مسلمانان به تغير ونه کړي.

  3. فرانسې ولسمشر حقيقت ويلی. د مسلمان قاتل په 99% حالاتو کې بل مسلمان وي. په زرګونو ډوله تفسيرونه او فرقې دي. د قران يو ايات د بل سره ټکر کې وي. نيم ناسخ دي نيم منسوخ. د قران 32 ډوله قرات شته چې د هر قرات سره معنا توپير کوي. په لکونو حديث دي چې هر څوک يې د خپلو ګټو لپاره کاروي. اصل ژوند د مرګ وروسته بولي او د اوسني ژوند لپاره نه پلان لري نه پروګرام. په لندن کې پروت وي خو خپل کې د تالب د وحشت طرفداري کوي. لور يې کالج ته درومي خو کلي کې د هغه تالب ننګه کوي چې مکتب ته اجازه نه ورکوي.

    غربت او فقر دوی کې دی. ناروغۍ دوی کې دي.

    نو د فرانسې د ولسمشر کومه خبره سمه نده!

    تر هغې چې د ابراهيمي اديانو خدايان چې د انسان د ذهن تراشيلي خدايان دي حقيقت بلل کېږي نو مسلمانان به تغير ونه کړي.

    په اروپا کې پيدا شي لوی شي اخر داعشي شي. اروپايان وژني. اروپا کې په جنسي تېرويو کې همدا مسلمان تر نورو ډېر دي. په قاچاق او مخدره توکو کې مراکشيان دخيل دي.

    دا پرون شينوارو کې چا 15 تنه ووژل!
    تر هغې چې د د محمد , عثمان او وروسته د نورو عربو په مرسته جوړ شوی قران د جهان د خالق کلام بلل کېږي نو مسلمانان به د ځان او نورو لپاره شر وي.

  4. تاند دی ژر تر ژره داسی تبصرو ته ملتفت شی . تاسو خو تل وایی چی تبصری گوری بیا نشروی.

  5. ګهیځ ته،
    افغان ملایان طالیبان مجاهدین هغه خلک دی چه د ستاسو کمونیستی رژیم یی چپه،بلکه د کمونیزم ریښه یی له نړی څخه وباسله،او ماشالله د منځنی اسیا ټول ملکونه یی ازاد کړل،
    ملا هغه څوک دی چه ستا د مور پلار نکاح یی تړلی،چه د نکاح په برکت سره ستا مور ستا پلار ته روا شوه،او ته تری پیدا شوی،
    او اسلام هغه دین دی چه د ستا خور مورلور او د ښځی پت پکی خوندی او په کی په امن دی،

  6. د اسلام دښمنان د خلکو ګمراهۍ لپاره په ځان سپېڅلئ اسلامي نوم کيدي او بيا کفري تحليلونه کوی ، ګهيځه ! ستا چټيات نشي کولای چې د محمدي امت لارويان بې لارې کړي

  7. د مکرون په وینا: «اسلام داسې یو دین دی چې نن په ټوله نړۍ کې له ناورین سره مخامخ دی او موږ دا یوازې پخپل هېواد کې نه وینو.»
    زه له مکرون ګیله نه لرم! ځکه چې ما به ډیر کم کله له لمانځه وروسته د زمونږ د ملایانو په دعاګانو کې هر ورځ د الیهود والهنو د والنصارا بد ویل کیږی ښیرا ورته کوي! حتی انسانان یې هم نه ګڼي او له حیواناتو سره یې تشبیه کوي خو بیاهم د مسلمانان سره میلیاردون ملیاردون مرستي کوی!
    زه د مصر دی عالم او هغه هم د الازهر څخه! دا هم زمومږ عالمان!
    مکرون رښتیا ویلي! مسلمانان یعنی! په غمو او جګونو کې غرقه لیبیا، د مصر بهار عربی، د فلسطین بده ورځ، د سوریې ، عراق ترکیې ایران لبنان او اردن مسلمانان د القاعده،او داعش په نامه د مسلمانونو قتل اعلان کړی، یمن او د خدای د کو منجاورین مقدس جهاد لری؟ افغانستان کی خو مسلمانان لکیا دی یو او بل د شهید په نامه جنت ته بیایي! پاکستان افغان مسلمانان یهود ګڼي او مرګ جهاد ، بګله دیش له ارتجلع ډک دي! نو اوس زما پوښتنه له دی جاهل عالم نه داده چې نواسلامي نړۍ یعنی څوک؟؟؟؟؟/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب