پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهعلي‌اف: ارمنستاني اشغالګر په شا تمبول شوي

علي‌اف: ارمنستاني اشغالګر په شا تمبول شوي

تاند(یکشنبه، د میزان ۱۳) د اذربایجان ولسمشر الهام علي‌اف ویلي، چې د دغه هېواد دفاعي ځواکونو په نګورنو قره‌باغ کې ارمنستاني اشغالګر په شا تمبولي دي.

نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي، د اذربایجان زړورو ځواکونو ارمنستاني اشغالګر له هغو اوو کلیو په شا کړي دي چې هغوی څه موده وړاندې په غیر قانوني شکل تر خپل کنټرول لاندې راوستي وو.

علي‌اف ویلي، د فوضلي سیمې اووه کلي یې ازاد کړي او د قره‌باغ د بشپړې تصفیې لپاره عملیات دوام لري.

نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې هېواد به یې تر هغو پورې جګړې ته دوام ورکړي څو چې یې سیمه په بشپړه توګه له ارمنستاني ځواکونو څخه پاکه کړې نه وي.

په اذربایجان کې دا تاوتریخوالی له څو ورځو راهیسې دوام لري چې ګڼو ارمنستانیانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب