جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهد بشري حقونو خپلواک کمیسیون؛ د سولې خبرو پر مهال هدفي وژنې...

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون؛ د سولې خبرو پر مهال هدفي وژنې د منلو نه دي

تاند ( یک شنبه، د میزان ۱۳) د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په دوحه کې د سولې بین الافغاني خبرو پر مهال هدفي وژنې د سولې خبرو د روحیې خلاف بللې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې  د دوی د موندنو له مخې، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۹۴۵ ملکي وګړي د هدفي وژنو قرباني شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې له همدې ډلې ۵۳۳ هغه یې وژل شوي او ۴۱۲ نور ټپیان شوي دي.

دغه کمیسیون په خبرپاڼه کې د جګړې له ښکېلو اړخونو غوښتنه کړې، چې د بشري حقونو نړیوالو قوانینو ته په پام دې د تاوتریخوالي کمښت په اړه د افغانانو غوښتنې ته مثبت ځواب ووایي.

سرچینې دغه راز له افغان حکومت څخه غوښتنه کړې، چې د ملکي افغانانو د ژوند خوندیتوب ته دې جدي پاملرنه وکړي.

یاد کمېسیون داسې مهال له حکومت نه د عامو خلکو د ژوند د خوندیتوب غوښتنه کوي، چې په دې وروستیو کې په بمي چاودنو کې د عامو خلکو مرګ ژوبله په بې سارې ډول زیاته شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...