Homeخبرونهامریکا کې پرکورونا د اخته کسانو شمېر تر ۷ میلیون او ۶۰۰...

امریکا کې پرکورونا د اخته کسانو شمېر تر ۷ میلیون او ۶۰۰ زره واوښت

تاند ( یک شنبه، د میزان ۱۳) د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې، په امریکا کې پر کورونا وبا د اخته کسانو شمېر تر ۷ میلیون او ۶۰۰ زره اوښتی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې په دغه هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو ټول شمېر ۷ میلیون او ۶۰۰زره او ۸۴۶ ته رسېدلی دی.

سرچینه زیاتوي چې په امریکا کې تر اوسه له یادې ناروغۍ ۲۱۴ زره او ۲۷۷ کسان مړه شوي او څلور میلیون او ۸۰۰ زره او ۵۰۰ نور بیا بېرته روغ شوي دي.

د یادونې ده چې د تېرې جمعې په ورځ د یاد هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم پر کورونا ویروس تر اخته کېدو وروسته روغتون ته لېږدول شوی دی.

په لومړیو کې د ټرمپ مشاور ویلي وو چې ټرمپ دساه اخیستولو ستونزه پيدا کړې او ستونزه یې جدي ښودلې وه، خو ټرمپ نن په خپله ویلي، چې دی اوس ښه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...