جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد روغتیا نړیوال سازمان: افغان حکومت دې د کورونا په اړه غیرمسولانه...

د روغتیا نړیوال سازمان: افغان حکومت دې د کورونا په اړه غیرمسولانه اقدامات نه کوي

تاند (یک شنبه، د میزان ۱۳) د روغتیا نړیوال سازمان له افغان حکومت غوښتي، چې د کورونا ویروس د پراختیا په اړه دې له خپلو څرګندونو سره احتیاط وکړي او غیر مسوولانه اقدامات دې نه کوي.

په افغانستان کې د یاد سازمان د دفتر مشر ریک پيپرکرن په خپله تازه مرکه کې ویلي، افغان حکومت دې نه وایي، چې د کورونا ویروس خطر کم شوی دی.

د ده په خبره اوس هم په افغانستان کې د کورونا ویروس د پراختیا خطر موجود دی.

نوموړی زیاتوي، چې  په افغانستان کې نږدې ديرش سلنه کسان په کورونا ویروس اخته شوي دي او دا خطر لا هم شته چې ویروس پراخ شي.

د روغتیا نړیوال سازمان پر افغان حکومت غږ کړی چې د دغه سازمان روغتیايي معیارونه د کورونا ویروس په اړه عملي کړي او له غیر مسوولانه اقداماتو او فعالیتونو ډډه وکړي.

پيپرکرن داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې افغان حکومت تقریبا ټول بندیزونه او محدودیتونه له منځه وړي او تازه ښوونځي هم د زده کوونکو پر مخ پرانیستل شوي دي.

1 COMMENT

  1. څه افغانان هره ورځ د پلورل شویو طالبانو له لاسه مري او څه یې هم د حکومت د غیر مسولانه تصامیو له امله. په امریکا کې چې ډېر پرمخ تللی او لومړنیو صحي خدماتو ته خلک په عام و تام ډول لاسرسۍ لري تر اوسه ښوونڅي په مخامخ ډول ندي پیل شوي. خو د ښوونې او روزنې او د عامې روغتیا وزارتونه، پرته له دې چې صحي معیارنو په نظر کې ونيسي ښوونځي پیل کړي دي. والله که داسې بې مسولیته کسان چېرې هم پیدا شي. که څوک مړه هم شي ددوی یې پې څه. ددوی کورنې خو شاید په افغانستان کې نه اوسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب