Homeخبرونهافغان مېرمنې؛ طالبان دې د خپلو میندو لپاره سوله وکړي

افغان مېرمنې؛ طالبان دې د خپلو میندو لپاره سوله وکړي

تاند ( یک شنبه، د میزان ۱۳) افغان مېرمنو له طالبانو غوښتي، چې اوربند او د افغانانو د ژوند د خوندیتوب لپاره باید سوله وکړي.

دوی دا غوښتنه په کابل کې د امریکا سفارت، د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر او نورو نړیوالو بنسټونو له لوري په ګډه جوړشوي کنفرانس کې وکړې.

په دې کنفرانس کې د کابل سربېره د ولایتونو میرمنو آنلاین ګډون کړی وو.

د دغه کنفرانس ګډونوالو ښځو په یوه پرېکړه لیک کې له طالبانو غوښتي، چې د خپلو میندو په خاطر دې په افغانستان کې سوله وکړي او جګړه دې ودروي.

افغان مېرمنو دغه راز له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د دوی حقوقو ته پاملرنه وکړي او د سولې په خبرو کې پر هغه مسایلو معاملې ته اجازه ور نه کړي، چې هغه د افغان مېرمنو حقوق له ګواښ سره مخ کړي.

افغان ميرمنې داسې مهال د جګړې د درېدو غوښتنه کوي، چې له تراوسه هم افغان او طالب پلاوي پر اجنډا هوکړې ته نه دي رسېدلي او اختلافي مسایل شتون لري.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...