جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاتمر د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو له سفیرانو سره پر افغان...

اتمر د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو له سفیرانو سره پر افغان سولې خبرې وکړې

تاند (جمعه د میزان ۱۱) محمد حنیف اتمر د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو له سفیرانو سره پر افغان سولې خبرې کړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر ددغه سازمان د غړیو هېوادونو له سفیرانو سره پرون ماښام مهال د افغان سولې پروسې په پرمختګونو او دې بهیر ته د متوجه ننګونو په اړه بحث کړی دی.

له دې وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي اتمر د یاد سازمان د غړیو هېوادونو له سفیرانو سره د افغان سولې پروسې په وروستیو پرمختګونو، دې بهیر ته په متوجه ګواښونو، اندېښنو او فرصتونو خبرې کړي دي.

په دې ناسته کې د یاد سازمان د غړیو هېوادونو سفیرانو د افغان سولې پروسې برخه کې د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

د شانګهای سازمان غړیو هېوادونو سفیرانو په داسې مهال د افغان سولې برخه کې د ملاتړ ډاډ ورکړی، چې د حکومت او طالبانو مرکچي ټیمونه تر اوسه د عمومي بحث پر اجنډا او تګلارې نه ‌دي سلا شوي او دا هم معلومه نه ده چې کله به یوې معلومې پرېکړې ته ورسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب