Homeخبرونهاروپايي ټولنه: ترکیه دې په مدیترانې بحیره کې له پاروونکو اقداماتو لاس...

اروپايي ټولنه: ترکیه دې په مدیترانې بحیره کې له پاروونکو اقداماتو لاس واخلي

تاند (جمعه د میزان ۱۱) د اروپایي ټولنې مشرې ارزولافن درلاین په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، ترکیه دې په مدیترانې بحیره کې له خپلو پاروونکو اقداماتو لاس واخلي.

د ارزولافن درلاین په وینا د سمندري پولو او انرژۍ د سرچینو په تړاو له یونان سره د لانجې له امله د ترکیې اقداماتو پر وړاندې به په یاد هېواد بندیزونه ولګوي.

هغې دا خبرې نن د اروپایي ټولنې په غونډه کې د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې کړي دي.

د یادونې وړ ده چې د ترکیې او یونان ترمنځ سږ کال وروسته له هغه تاوتریخوالی زیات شو چې د ترکیې یوه بېړۍ د تېلو او ګازو موندلو په خاطر یوې لانجمنې سیمې ته ولاړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...