جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهملګرو ملتونو په ټوله نړۍ کې د اوربند غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو په ټوله نړۍ کې د اوربند غوښتنه کړې

تاند (جمعه د میزان ۱۱) د ملګرو ملتونو عمومي منشي یو ځل بیا په ټوله نړۍ کې د اوربند غوښتنه کړې ده.

انتونیو ګوتریش د نه تاوتریخوالي د نړیوالې ورځې په مناسبت تازه په خپل پیغام کې ویلي، د سږ کال تر پایه اوربند به رنځ او قحطۍ کمه او د سولې خبرو ته لاره هواره کړي.

ملګري ملتونه هر کال د اکتوبر دویمه نېټه د نه تاوتریخوالي د نړېوالې ورځې په توګه لمانځي، چې دا ورځ د عدم تشدد د فلسفې د بنسټ ایښودونکي مهاتما ګاندي د زوکړې له ورځې سره هم برابره ده.

باید وویل شي چې سږ کال په نړۍ کې د نه تاوتریخوالي ورځ په داسې مهال لمانځل کېږي چې په افغانستان کې د جګړې ښکلیل لوري په لومړي ځل دوحه کې مذاکراتي مېز ته ناست دي.

د یادونې وړ ده چې ددې خبرو له پیل څخه شل ورځې اوښتې، خو تر اوسه د حکومت او طالبانو خبرې کوونکي ټیمونه کومې معلومې پرېکړې ته نه دي رسېدلي او د تاوتریخوالي کچه هم په خپل حال پاتې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب