سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeجنرال وزیريد جګړې خبرې اسانه، خو پالل يې ګران دی|جنرال دولت وزیري

د جګړې خبرې اسانه، خو پالل يې ګران دی|جنرال دولت وزیري

 

هوښیار او پر خپل هیواد مئین خلک لومړی له جګړې ځان ساتی او که نه ژر ترې ځان باسي.

جګړه د ټولو بدمرغیو مور ده.

په جګړه او اشوب کې مړي کیږي حلوا نه ویشل کیږي.

چې په فطرت کې يې جګړه وي، له هغوی لیرې اوسئ.

له جګړې څخه د خلاصون لار یواځې د خدای ج د مخلوق سره په مینه کې ده.

د جګړې خبرې د ډول د غږ په څیر له لیرې ښې لګیږي.

د هیواد سره به ټول مینه لري، خو د مینې کولو په چل لږ کسان پوهیږي.

ځینې کسان هیواد سره مینه په جګړه کې لټوي.

ځینې کسان په هیواد کې د دې له پاره د جګړې اور ته لمن وهي چې یواځې خپل ځان ته په هیواد کې د اوسېدلو حق ورکوي.

په ځينو وختونو کې د مشرانو خبرې سره زر وي، خو په ځینو وختونو کې د په اصطلاح مشرانو په خبرو عمل کول له زهرو هم بد تره وي. د دې دواړو تر منځ فرق هوښیار او د زمانې ځوانان کولای شي.

لوی خدای ج هم په خپل سپیڅلي کتاب کې په وخت، زمانې او عصر قسم کړی دی.

نوره مو خپله خوښه!

(( چې نه ځي په شا به دې کړم، چې نه يې خوري څه به دې کړم!!!))

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی