سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونههلمند کې پر افغان ځواکونو موټربم برید شوی

هلمند کې پر افغان ځواکونو موټربم برید شوی

تاند (پنجشنبه د میزان ۱۰) هلمند کې پر افغان ځواکونو موټربم برید شوی، چې امنیتي سرتېرو ته یې مرګژوبله اړولې ده.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، تېره تېره شپه شاوخوا اته بجې د هلمند د نهر سراج ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر افغان ځواکونو موټربم برید کړی دی.

د ښاغلي ځواک په خبره برید د مازدا موټر په واسطه شوی چې پکې څلور سرتيري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

خو یو شمېر سرچینو ویلي، چې په دې برید کې ۱۵ تنه وژل شوي دي.

تر اوسه کوم چا یا ډلې ددغه برید مسؤلیت نه دی منلی.

بلخوا د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې نن سهار د هرات –کندهار پر لویه لاره په یوه ترافیکي پېښه کې ۱۸ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د هرات د والي ویاند غلام جیلاني فرهاد وایي، پېښه د یوه مسافر وړونکي ۳۰۳ ډوله او یوه فلانکوچ موټر د ټکر له امله ددغه ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د ښاغلي فرهاد د معلوماتو له مخې په دې پېښه کې لس کسان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي، چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، چې د پېښې اصلي لامل هم د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب