Homeخبرونهد کندهار- هرات پر لویه لار په ترافیکي پېښه کې ۱۱ تنه...

د کندهار- هرات پر لویه لار په ترافیکي پېښه کې ۱۱ تنه مړه شوي

تاند(پنج شنبه، د میزان ۱۰) د کندهار-هرات پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله یوولس تنه مړه شوي دي.

دا پېښه د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې شوې ده.

د هرات د والي ویاند غلام جیلاني فرهاد وایي چې پېښه د مسافر وړونکي ۴۰۴ ډوله او یوه فلانکوچ موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.

فرهاد وايي، په پېښه کې یوولس تنه مړه شوي شوي او شپږ نور ژوبل دي.

نوموړی د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي په ګوته کوي.

د کندهار-هرات لویه لار ډېر وخت د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله ددغه ډول بوږنوونکو پېښو شاهدې وي چې ګڼو افغانانو ته یې له امله مرګ ژوبله اوړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...