Homeخبرونهپښتونخوا: دوو چاودنو ۲۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

پښتونخوا: دوو چاودنو ۲۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

تاند(چهارشنبه، د میزان ۹) د پښتونخوا په نوښار او مردان کې د دوو چاودنو له امله نهه کسه وژل شوي او اتلس نور ټپیان دي.

ویل کېږي چې په نوښار کې د هاوان یوه ګولۍ چاودلې ده چې پنځه کسان یې وژلي دي.

بلخوا په مردان کې بیا په بایسکل کې یو ماین ځای پر ځای شوی و چې چاودنه یې کړې او د یوه پلار او د هغه د دوو لوڼو په ګډون یې څلور کسه وژلي دي.

په دې پېښه کې شپاړس کسه نور ټپیان شوي هم دي.

دا چاودنه شهیدانو بازار کې له یوه مشهور هوټل سره نږدې شوې ده چې په تړاو یې څوک نه دي نیول شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ځپلی وطن او ښاغلي مخونه

د ملي بانک باغ ته ور داخل سوو، پر وجود مي د پغمان خوږه هوا نرمه او پسته ولګېده، یو څو قدمه نور هم...