شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeټولنیزارواپوهنهتجربه تر ښوونې بهتره ده| جنرال دولت وزیري

تجربه تر ښوونې بهتره ده| جنرال دولت وزیري

ژوند ته مو د شفا ورکړئ کتاب غورچاڼ

 

د ښاغلي صالح محمد صالح ژباړه

دولسم لوست

وايي: تجربه تر ښوونې ښه او هره تجربه یوه بریا ده.

که چیرې هره تجربه بريا وي بيا خو هره ماتې هم ماتې نه ده، ځکه په خپله ماتې هم یوه تجربه ده.

د بیلګې په توګه که تاسو پر کمپیوتر د کار کولو پر مهال غلطي کوئ، غلطي په کمپيوتر کې نه ده. دا ستاسو بې تجربه ګي ده چې غلطي کوي. تاسو کولای شئ چې په تکرار سره خپله غلطي سمه او بریا تر لاسه کړئ.

که تاسو له غلطۍ سره سم مايوسه شئ او له کاره لاس واخلي مانا دا ده چې تاسو هېڅکله بریا تر لاسه کولای نه شئ.

اړينه ده چې خپل ځان د کوچني په څېر تشويق او و هڅوئ. کله چې یو کوچنی قدمونه اخلي او یا په خبرو راځي تاسو تل هغه تشویق او هڅوئ، ځکه د هغه قدم اخیستل په تګ او منډو بدلیږي.

هوښياران وايي:

که اول وار بریالی نه شوې، بیا، بیا او بیا هڅه وکړه. د دې مانا دا نه ده چې په زړه طريقه مخ ته لاړ شئ او یا د کالیو په څنډلو له کاره لاس واخلئ. نوې طريقي په کار واچوه او بیا بیا يې تکرار کړه حتمي بريا دي په برخه ده.

د ناپليون او میږي کیسه ډيره مشهوره ده.

مېږي په اومم ځل دانه له دېواله واړوله او بریا يې خپله کړه. ناپليون هم له میږي زده کړل او بيا يې واک تر لاسه کړ.

د فلم ستوري یوه صحنه څو ځلې تکراروي او بیا فلم ترې جوړوي. که تاسو د هرې ناکامۍ پر وخت ځان ته احمق او ناکامه ووايئ، هيڅ وخت به بريا ستاسو په نصیب نه شي.

په ځان کې د بریا تخم وکرئ او ورو ورو وده ورکړئ. هيڅ تخم په اوله یا دويمه ورځ حاصل نه ورکوي، که چیرې يې ښه وروزئ حتما حاصل ترې تر لاسه کوئ.

ټول وخت ووايئ چې:

هر کار ته چې لاس اچوم یوه بریا ده.

زما کار ته ډېر خلک اړتیا لري.

د بریا هر خوب چې ګورم په رښتیا بدلیږي.

ټول نعمتونه زما پر خوا را روان دي.

د کار کولو ښه چانسونه لرم.

يوه تائیدي جمله څو څو ځل تکرار کړئ تر څو ستاسو سوچ او فکر په بریا باور پیدا کړي او پوچ سوچونه مو له فکره ووځي.

پایله:

په پایله کې ووايئ چې:

زما په ژوند کې هر څه غوره او کامل دي.

زما په ځان کې د بریا ټول عناصر وجود لري.

زما سره مې خدای ج د بریا په لاره کې تل مرسته کوي.

زما هره تجربه د بریا پیل دی، ځکه چې زه له هرې تجربې زده کړه کوم.

او بالاخره ووايئ چې زما په نړۍ کې هر څه غوره دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب