جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني: په ګمرکونو کې دې مقررۍ د ازادې سیالۍ له لارې...

ولسمشر غني: په ګمرکونو کې دې مقررۍ د ازادې سیالۍ له لارې تر سره شي

تاند (دوشنبه د میزان ۷) ولسمشر اشرف غني وايي، په ګمرکونو او عایداتي ادارو کې مقررۍ دې د ازادې سیالۍ له لارې تر سره شي.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني تېره ورځ د ولسي جرګې د ملي اقتصاد، مالي او بودیجې کمېسیون له رئیسانو او غړو سره وکتل.

ښاغلي غني په دې لیدنه کې په ټینګار سره ویلي چې حکومت د ګمرکونو په برخه کې اساسي اقدامات تر لاس لاندې لري.

که څه هم د ولسي جرګې غړو په دې لیدنه کې د هېواد د ګمرکونو او عایداتي سرچینو په برخه کې د قوانینو پر تطبیق ټینګار وکړ، خو وروستي راپورنه ښيي چې د ګمرکونو ۵۰ سلنه کارکوونکي د ولسي جرګې د ۴۷ غړیو له خوا بې له دې چې د امتحاناتو په ازاده سیالۍ کې ګډون وکړي په زور سره په بېلا بېلو بستونو کې په دنده ګمارل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د هېواد د ګمرکاتو کلني عواید څه باندې دوه میلیونه ډالرو ته رسېږي چې ۵۰ سلنه یې شخصي جېبونو ته ځي او ضایع کېږي.

1 COMMENT

  1. دا ټول دروغ وایی همدغه څو کسان دی لاندی باندی کیږی. هیواد په غولو ککړ و خو د باالکل مردار کړ. ده افغانستان بانک ریس هم ده راوستولو دده په مشوره یی څه وکړل. والله که پوهیږو په مونږه خو لاره ورکه ده. او اوس مجبویو له خپل هیواد څخه ولاړ شو. خدای د غسی دربدر کړی لکه مونږه یی چی دربدر کړلو. دخپل هیواد پرښودته یی مجبور کړیو. کله کله مو داسی زړه درد وکړی چی ځان وژنی برابر شو بیا ولاحول ووایو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب