Homeخبرونهولسمشرغني وایي طالبان باید تاوتریخوالی بند او اوربند وکړي

ولسمشرغني وایي طالبان باید تاوتریخوالی بند او اوربند وکړي

تاند( سه شنبه، د میزان ۱) ولسشمر غني نن په ارګ کې د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي لیو جیان سره لیدلي دي.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ولسمشرغني په دې لیدنه کې د افغان سولې پروسه کې د چین رول ته په اشارې ویلي، طالبان باید له تاوتریخوالي لاس واخلي او اوربند ته غاړه کېږدي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې طالبان باید دا ومني چې له نظامي لارې د ستونزې حل ته نه رسېږي.

ولسمشر غني د خپلو خبرو پر دوام د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا د ټینګار ترڅنګ زیاته کړې، چې د تلپاتې سولې لپاره د سیمه‌‌ ییزې اجماع پیاوړتیا هم اړینه ده.

دغه راز په دې لیدنه کې لیوجیان وویل، افغانستان ته یې د سفر موخه د وروستیو تحولاتو په اړه د افغان دولت د نظر اورېدل دي او دغه راز يې د سولې روانوخبرو ته په اشارې زیاته کړه، چې افغان سوله حساس پړاو ته رسېدلې او چین په دې برخه کې د افغانستان له اقداماتو ملاتړ کوي.

هغه ویلي، هېواد یې د افغان سولې، انکشاف او د سیمه ییزو همکاریو تګلارې ملاتړکوي او هیله لري چې ټول اړخونه له دغه فرصت څخه سالمه ګټه پورته کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...