Homeخبرونهباجوړکې د يوه بريد پرمهال ۴ پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

باجوړکې د يوه بريد پرمهال ۴ پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند (سه شنبه، د میزان ۱) پاکستاني رسنۍ وایي وایي، چې ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د خیبرپښتونخوا په باجوړسیمه کې په یو برید کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي او دوه نورسخت ټپیان شوي دي.

رسنیو د پاکستاني طالبانو د یوې خبرپاڼې په حواله راپور ورکړی، چې په دې برید کې یې د صابرشاه په نامه یو افسر په ګډون دوه پوځیان وژلي او دوه نور یې ټپيان کړي.

بل لورته بیا پاکستاني پوځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په یاده سیمه کې د خپل یو پوځي وژل کېدل منلي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې په دې وروستیو کې د کرښې دواړو غاړو ته ناکرارۍ ډېرې شوې او تور یې پورې کړی دی، چې د هند ملاتړ لرونکي وسله وال په دې ډول بریدونو سره هڅه کوي د افغان سولې پروسه له خنډونو سره مخ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...