Homeخبرونهکیوبا په نړۍ کې د جګړو یواځينی لامل امریکا یادوي

کیوبا په نړۍ کې د جګړو یواځينی لامل امریکا یادوي

تاند (سه شنبه، د میزان ۱) د کیوبا د بهرنیو چارو وزیر برونو رودریګز وایي، د امریکا غیر مسوولانه کړنې د منلو نه دي.

د ملګرو ملتونو د ۷۵مې کلیزې په مناسبت یو ویډیویي پیغام کې ویلي، نړیوال قوانین د نړۍ ځواکمن هېوادونه ګواښي او په خبره یې، ځانګړې توګه امریکا په خپلو غیر مسوولانه کړنو سره د نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی.

هغه زیاته کړې، یاد هېواد سوداګریزو او د وسله والو جګړو اور ته په لمن وهلو سره نړیوال امنیت له ګواښ سره مخ کړی دی.

برونو رودریګز زیاته کړې، امریکا له ټولې نړۍ سره په جګړه کې ده او ټوله نړۍ کې یې د خپلو ګټو لپاره جګړې دوامداره ساتلې دي.

بل لورته امریکا تر اوسه د رودریګز څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...