پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهسعودي یوځل بیا د افغان سولې له پروسې ملاتړ کړی

سعودي یوځل بیا د افغان سولې له پروسې ملاتړ کړی

تاند ( سه شنبه، د میزان ۱) سعودي عربستان یو ځل بیا ټینګار کړی، چې دوی د قطر تر څار لاندې د یاد هېواد په پلازمېنه دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو کلک ملاتړ ته ژمن دي.

د واس په نامه د سعودي رسمي خبري اژانس د راپور له مخې ریاض په قطر کې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ بین الافغاني مذاکرات څارلي او پایلو ته یې هیله من دي.

سرچینه وایي ریاض په افغانستان کې د جګړې پر ژر پای ‌ته رسېدو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې سعودي تل د افغانانو تر مشرۍ لاندې د افغان ملت د غوښتنو د تحقق ملاتړ کړی او کوي یې.

سعودي داسې مهال بیاځلې له افغان سولې ملاتړ ته ژمنتيا ښيي، چې ملګري ملتونو په افغانستان کې پر پر روان تاوتریخوالي او ملکي مرګ ژوبلې اندښنه ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د سولې نړیواله ورځ په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي خو په افغانستان کې خونړۍ جګړه روانه ده او ملکي مرګ ژوبله اوج ته رسېدلې ده.

https://taand.net/%d9%88%d9%84%d8%b3%d9%85%d8%b4%d8%b1-%d8%ba%d9%86%d9%8a-%d8%af-%d8%aa%db%90%d8%b1%d9%88-%db%b1%db%b9-%da%a9%d9%84%d9%88%d9%86%d9%88-%d8%af-%d9%84%d8%a7%d8%b3%d8%aa%d9%87-%d8%b1%d8%a7%d9%88%da%93%d9%86/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب