یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهطالبان: د ولسمشر دواړه مرستیالان د اسلامي احکامو سم درک نه لري

طالبان: د ولسمشر دواړه مرستیالان د اسلامي احکامو سم درک نه لري

تاند (سه شنبه د میزان ۱) طالبانو د ولسمشر د لومړي او دویم مرستیال د وروستیو څرګندونو په تړاو غبرګون ښودلی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح او دویم مرستیال سرور دانش د یوه ځانګړي پلان له مخې د دوی پر ضد ناسمې څرګندونې او پروپاګند کوي.

د طالبانو په وینا دغه دوه لوړ پوړي حکومتي چارواکي د اسلامي احکامو سم درک نه لري، نو ځکه د دوی  پر ضد ناسمې څرګندونې کوي.

طالبانو د امرالله صالح د تېرې ورځې او د سرور دانش د وړمې ورځې څرګندونو په تړاو دا غبرګون ښودلی دی.

په اعلامیه کې راغلي په اسلام کې فقهي احکام قوانین بلل کیږي چې باید د ټولنې وګړي پر وګړو تطبیق شي.

اعلامیې دغه راز زیاته کړې په ټوله نړۍ کې له قوانینو څخه سرغړونه جرم بلل کېږي او مجرمین یې مجازات کېږي.

طالبانو وروسته تر هغه دا څرګندونې کړي چې تېره ورځ د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په ارک کې د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت ناسته کې وویل چې طالبان د اسلام په اړه سم درک نه لري او د دین خلاف کارونه ترسره کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب