غوره کار به دا وي چې په دې هکله تېرې لیکنې یو ځل بیا ولولئ ځکه هغه ټولې یادې شوې سپارښتنې په خپل اصل کې د رواني روغۍ لپاره ډېرې بنسټیزې دي چې بیا دا نورې لارې چارې د هغو په شتون کې د لا روغوالي او د پرله پسې ذهني هوساینې لامل کیږي.(تهداب چې سم، سیخ، برابر او ټینګ وي بیا د دېوالونو، کوټو یا د کور ودانول اسانه وي او هر کله د خپلې خوښې سره بدلون په کې شونی وي).
– تر هر چا تاسې خپل ځان ښه پېژنئ نو هرومرو ټول هغه څیزونه چې ستاسې د خوشحالۍ، خپګان او اندیښنې لامل کیږي درته ښکاره او څرګند دي ( کوښښ وکړئ چې د خپګان او اندېښنې والا څیزونو څخه ځان وساتئ. د بېلګې په ډول ډیر وګړي د جګړو، مرګ و میر او د کورنیو زور زیاتیو په اورېدلو او لیدلو خپه کېږي چې د دې څیزونو منفي اغېز پر رواني روغۍ لنډ او هم اوږد مهاله وي چې په ترڅ کې یوه کوچنې پېښه ډېر پخواني زخمونه را تازه کوي چې بیا دا په خپل وار ذهني فشار ډېروي او لا نورې رواني ناروغۍ را زیږوي. په فیسبوک کې او د انترنت په نورو پاڼو کې هغه خبرونه او معلومات چې د وژلو، مړینو او نورو ورته څیزونو په هکله وي له پامه وغورځوئ او د لوستلو او د وخت ضایع کولو وړ یې مه ګڼئ).
یو چا ماته د پرله پسې وحشتناکو خوبونو لرلو شکایت کاوه، چې د پرله پسې ډار او د ډېرې سختې اندیښنې لامل ګرځېدلي ول. د خبرو په ترڅ کې دا څرګنده شوه چې دې اغلې د شپې له خوا وحشتناک فلمونه لیدل چې د دې ټولو ستونزو اصلي لامل و. په ټوله کې ډېرې برخه د رواني یا ذهني فشار زموږ خپله زېږنده ده او یا خو مو وده ورکړې او یا مو د کنټرولولو لپاره لا سمه خواري نه ده کړې.
– دا متل به مو هرو مرو اورېدلی وي چې ګټه په تاوان کېږي نو د ژوند هرې ورځې او هر ساعت ته د یو چانس او د لوی نعمت په سترګه وګورئ او کوښښ وکړئ چې ټول مهال مو په ګټورو او خوښي راوستونکو څیزونو بوخت او تېر شي.
کتابونه یوازې د دې لپاره مه لولئ چې وخت تېر شي بلکې د خپل شوق سره برابر کتابونه راپیدا کړئ او له لوستلو یې خوند واخلئ او په مانا یې سر خلاص کړئ. کله چې کتاب لولئ داسې مه وایئ چې هسې وزګار وم نو دا پلانې کتاب مې راوخیست او لږ مې ولوست. په اصل کې د کتاب لوستل ډېر اړین او ګټور کار ګڼل کېږي او ورته په کمه سترګه مه ګورئ خیر دی که مالي ګټه یې سملاسي شونې نه برېښي.
هر څه چې کتابونو کې لولئ حتمي نه ده چې ریښتیا دې وي یوازې ورته د معلوماتو په سترګه وګورئ او د ژوند په لا هوسا کولو او خوشحالولو کې ترې ګټه واخلئ. هنري فلمونه او ډرامې وګورئ خو یوازې هنري اړخ ته یې پام وکړئ او کوښښ وکړئ چې تاسې تر اغېز رانه شئ. یو کس پېژنم چې هر فلم ته په ژړا وي خو دا دومره ځان ځورونه او تر اغېز راتلل هېڅ ګټور نه دي بلکې د ډېرو نور ستونزو لکه بېباورې، شک او بدګومانیو د را پیدا کیدلو لامل کیدلی شي.
– هغه څیزونه چې ستاسې د فکري او ذهني ارامښت سبب کېږي حتما یې د ورځنیو د لازمي کړنو او چارو په مهالوېش کې راولئ. ځینې خلک د قران مجید لوستل اراموونکي ګڼي، پلې ګرځېدل، سندرې اورېدل او یا یوازې موزیک اورېدل، مساژ کول، د څنار یا د اغوز تر ونې لاندې کټ کې د څو شېبو لپاره څملاستل، د ملګرو سره اکړه کول او داسې نور څیزونه شته چې د ارامښت سره مرسته کوي.
زما لپاره په حویلۍ کې د ګلانو ، بوټو او ترکارۍ کرل او روزنه ډېره خوښوونکې او ارامونکې وي نو هره ورځ لږ تر لږه یو ساعت ورسره بوخت وم خو دا وخت مې په بې کارۍ کې نه شمارم بلکې فکر کوم چې اصلا یوازې ګټور کار چې مې کړی همدا دی ځکه نورې ټولې چارې د ماموریت برخه وي خو دا مې په خپله خوښه وي نو بشپړ خوند ترې اخلم.
د اغوز تر ونې لاندې څملاستل د ۱۰ دقیقو لپاره مې د ټولې ورځې ستوماني او اندېښنې راسموي. هر څوک خپلې ځانګړتیاوې لري نو تاسې باید کوښښ وکړئ چې تر خپلې وسې پورې هغه څیزونه ډېر وکړئ چې د ارامښت او ستاسې د خوښۍ سبب کېږي.
– ټوکې ټکالې د خوشحال ژوند، ښه فکر او خوښ مزاج لپاره ډېرې اړینې دي خو باید موخه د نورو سپکول او کمول نه وي او په ټوله کې د هر څیز او حتا د ستونزو په زړه پورې اړخ ته پام وشي او په هر څه کې د لږ خندا او موسکا په لټه کې شو چې دا د ذهني فشارونو د کابو کولو سره ډېره مرسته کوي (دا د پښتو متل په یاد وساتئ چې کور که مې وسوځېد خېر دیوالونه خو مې پاخه شول).
– خپل ځان څخه لوړې او بېځايه غوښتنې او تمې په کار نه دي، ښه دا ده چې له خپلې بړستنې سره سمې پښې وغځول شي. زړه مو ډاده کړئ او د ټولو هغو اندېښنو چې تاسو پوری هېڅ اړه نه لري ځان بېخبره او لرې وساتئ. په تېرو غلطيو او کړنو خپله انرژي او وخت مه ضايع کوئ او هم د ډېرې ملامتۍ احساس کومې ځانګړې ګټې نه لري.
د نن ژوند د پرون او د سبا د ممکن ژوند څخه ډېر اړين دی او ورته ډېر ارزښت وړکړئ. ټولو ستونزو سره په يوه ورځ غېږنيونه (پهلواني) په کار نه ده، بايد غټې ستونزې په وړو برخو ووېشل شي نو بيا اسانه حلېږي (غر هم له ځايه ښوري، که چېرې وړه وړه تيږه شي).
– تر خپلې وسې پورې له هر چا سره مرسته وکړئ او انسانیت مو شعار وګرځوئ خو کله چې کوم کار تر سره کولی نه شئ نو د «نه» او د کولی نه شم په ویلو ځان کم مه احساسوئ او په ښکاره او په ډاډ دا ورته څرګنده کړئ ځکه دا به ستاسې ذهني بوجونه را لږ کړي.
– له هېچا سره ضد مه کوئ او هېڅکله په خپله خبره کلک مه ودرېږئ. هر چاته خپله خبره ښاغلې وي او هر څوک د خبرو حق لري او باید چې قدر یې وشي. په وړو وړو خبرو خپل وخت مه ضایع کوئ او مه پرېږدئ چې هره بې مانا خبره ستاسې اعصاب شارت کړي او ستاسو د غوسې سبب شي. خپله غوسه ارزښتناکه او نایابه وګڼئ او لکه صبرناکه ناوې د واده په تمه پاتې شئ نه دا چې هره ورځ د واده دړدم جوړ وي چې دا مو رواني روغتیا، کورني او هم ټولنیزې اړیکې زیانمنوي.
– ورزش کول او ځان فعال ساتل د روغتيا بنسټيزې اړتياوې دي. که نور څه مو له لاسه نه کېږي نو لږ تر لږه پلي وګرځئ او د ورځی يو ساعت ګرځېدل مو عادت وګرځوئ خو ښه به دا وي که په ورزشي کلپونو کې د خپلې خوښی سپورټ وکړئ ځکه دا کار د سپورټ تر څنګ څو نورې ګټې هم لري. د ځوانانو لپاره رزمي سپورټ ونه ډېر اړین او ګټور دي چې د هغوې پر ځان باور ډېروي چې دا بیا په ټوله کې د بریالیتوب بنسټیزه اړتیا ګڼل کېږي.
– خواړه د دې لپاره مه خورئ چې ګیډه میرات مړې ډکه شي، بلکې کوښښ وکړئ چې هر وخت د خپلې د خوښې وړ خواړه چمتو کړئ او هم بېلابېل څیزونه وازمایئ او د خوړلو یې پوره خوند واخلئ.
کوښښ وکړئ چې د خوړو په پخولو او چمتو کولو کې ونډه واخلئ ځکه دا په ټوله کې د خوړو په کیفیت او څرګرنګوالي کې د مثبت بدلون سبب کېږي او هم د کورنیو اړیکو د ښې ودې لامل کېږي. پخلي کولو ته د شوق په سترګه وګورئ نه د کار او په کولو کې یې ځان هنرمن کړئ.
– خوب د انسان د رواني روغتيا لپاره ډېر اړين دی چې بايد ورته تل مدام پام وشي او هېڅکله بابيزه و نه ګڼل شي. هره ورځ په يو ټاکلي وخت سره ويده کېدل او۷ تر ۹ ساعته خوب کول زموږ د ځان او روان طبیعي اړتيا ده. خپل خوب د هېچا او هیڅ څیز لپاره مه خرابوئ ځکه سم خوب د روغ رواني حالت ویزه ګڼم.
– د سګرټو، چرسو او نورو ورته نشه يي توکو د څکولو او هم د شرابو له څښلو په کلکه ډډه وکړئ. دا څيزونه د فزيکي او رواني روږدېدنې لامل کېږي، چې دا بيا په خپل وار رواني ناروغۍ رامنځ ته کوي او د پرله پسې ذهني فشارونو سبب کیږي او هم یې د روغيدلو مخه نيسي.
دا لړۍ لا روانه ده…