جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهکرزی وايي، طالبان د افغانستان اوسېدونکي او زموږ ورونه دي

کرزی وايي، طالبان د افغانستان اوسېدونکي او زموږ ورونه دي

تاند (سه شنبه د میزان ۱) د هېواد پخواني ولسمشر د چین له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي، چې طالبان د افغانستان اوسېدونکي او د افغانانو ورونه دي.

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي نن د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي لیو جیان سره ګډه ناسته وکړه.

په دې ناسته کې پخواني ولسمشر کرزي او د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي د افغان سولې پروسې پر وروستیو پرمختګونو د خبرو تر څنګ سوله د افغانانو لپاره یو مهم او حیاتي ارمان وباله.

نوموړي په دې لیدنه کې وویل: «طالبان د افغانستان اوسېدونکي او زموږ ورونه دي.» او هیله یې وښوده چې ډېر ژر بین الافغاني مذاکرات یوې نتیجې ته ورسېږي ، تر څو خلک په یوه امن او د ورورګلوۍ فضا کې ژوند وکړي.

کرزي د افغان سولې پروسه کې د چین په رغنده رول لوبولو ټینګار وکړ او له چین څخه یې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې ولسمشر غني هم نن د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي، چین د افغان سولې پروسه کې ځانګړی رول لري او همدې ته په کتو باید طالبان دېته راضي کړي چې روان تاوتریخوالي ته خاتمه ورکړي.

ولسمشر غني زیاته کړې طالبان باید اوربند ته غاړه کېږدي او دا ومني چې له نظامي لارې ستونزې نه شي حل کېدی.

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي لیو جیان ویلي، د افغان سولې مذاکرات یوه حساس پړاو ته رسېدلي او چین په دې برخه کې د افغانستان له اقداماتو ملاتړ کوي.

2 COMMENTS

  1. د کرزي له لوري په فېسبوک پاڼه کې د احمدشاه ابدالي، د اوسني افغانستان بنسټ اېښودونکي او د یوه کورني جنګسالار، جاسو س او هېواد پلورونکي احمدشاه مسعود پرتله کول ستر ملي خیانت او د تاریخ سره جفا ده.

  2. کرزی صاحب، دا ورونه دې تاسو ته مبارک وي. او د الله لعنت دی وي په هغه ورور چې خپل مظلوم او بې ګناه ورونه وژني، ماشومان یې یتیمانوي، ښځې یې کونډې کوی، میندې یې بورې کوي، خپل کور ته اور اچوي، خپل ښوونځی سوځوی، سرک په بلدوزر را اړوي، عام المنفعه تاسیسات ورانوي، یوازې ددې لپاره چې خپل لعین بادار خوشحاله کړي. لعنت دې وي په داسې ورور چې ته ورسره د سولې خبرې کوې او ده په لاس چاړه نیولې او حلالوي دي. دا د کوم مذهب، انسانیت، او بشریت ورور دی، دا مار له کوم سوري راوتی دی او څه غواړي.
    تا خو یو ځل قسم وکړ چې نور به دوی ته ورونه نه وایې، بیا څنګه شو چې خپله خبره دی واخیسته. ستا ددې ورونو کړنو خو هيڅ تغیر نه دی کړی، او له بده پسې بدتر شوي. نو ته څنګه ورته ورور وایې. زه خو یې والله که انسان وبولم، ځکه انسان خو په خبره پوه وي او دا دلالان خو یوازې د ای اس ای په خبره پوهېږي، نور نه خدای لري نه رسول، نه قران او نه هم انسانیت او وجدان.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب