جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپومپيو:هغه هېوادونه به مجازات کړي چې د ايران پر وړاندې د دوی...

پومپيو:هغه هېوادونه به مجازات کړي چې د ايران پر وړاندې د دوی ملاتړنه کوي

تاند ( یک شنبه، د سنبلې ۳۰) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي، چې هېواد یې یو ځل بیا پر ایران لګول شوي بندیزونه تازه کړي او له ملګرو ملتونو څخه غواړي، چې پر یاد هېواد لګول شویو بندیزونو ته ژمن اوسي.

پومپيو زیاته کړې، هغه هېوادونه، چې د ایران پر وړاندې لګول شویو بندیزونو ته ژمن پاتې نه شي مجازات کېږي او دوی به یې پر وړاندې تر ټولو سخت اقدامات وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اروپایي ټولنې استازې ویلي، د ایران پر وړاندې د امریکا وروستي اقدامات یو اړخیز دي او دوی په هغه صورت کې پر ایران د بندیزونو ملاتړ کوي، چې د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي وسلو له تړونه سرغړونه وکړي.

https://taand.net/%d9%86%da%93%db%8c%d9%88%d8%a7%d9%84%d9%88-%d8%af-%d8%a7%db%8c%d8%b1%d8%a7%d9%86-%d8%af-%d8%a7%d9%bc%d9%88%d9%85%d9%8a-%d8%aa%da%93%d9%88%d9%86-%d8%af-%da%98%d8%ba%d9%88%d8%b1%d9%84%d9%88-%d9%87%da%85/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب