جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهیاهو نيوز: اکثريت امريکایان پر راتلونکو ټاکنو بې باوره دي

یاهو نيوز: اکثريت امريکایان پر راتلونکو ټاکنو بې باوره دي

تاند ( یک شنبه، د سنبلې ۳۰) یاهو نیوز په امریکا کې د روانو ولسمشریزو ټاکنو په اړه نظرپوښتنه کړې ده.

په دې نظر پوښتنه کې اکثریت امریکایان په دې باور دي، چې ښایي د امریکا راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې، عادلانه، شفافې او ازادې نه وي.

په نظر پوښتنه کې یوازې ۲۲ سلنه وګړو ویلي، چې راتلونکې ټاکنې به عادلانه، شفافې او ازادې وي.

سرچينه وایي، چې پاتې لوړ اکثریت په دې باور دي، چې ښایي ټاکنې له فساد، فشار او بې عدالتيو ډکې وي.

د یاهو نیوز په نظرپوښتنه ویل شوي، چې لوړه سلنه امریکایانو د ټاکنو پر بهیر او ولسواکۍ خپل باور بایللی دی او له نظر پوښتنې ښکاري، چې دوی د راتلونکي حکومت په ټاکلو کې پر خپل رول ډاډه نه دي.

یاهو نیوز د ټاکنو د راتلونکي په اړه په يوه وړاندوېنه کې وایي له همدې ښکاري، چې خلک به د راتلونکو ټاکنو پایلې و نه مني او د سترو کشمکشونو سبب به شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم امريکا کې د احتمالي کورنۍ جګړې خبرداری ورکړل شوی وو.

https://taand.net/%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7-%da%a9%db%90-%d8%af-%d8%a7%d8%ad%d8%aa%d9%85%d8%a7%d9%84%d9%8a-%da%a9%d9%88%d8%b1%d9%86%db%8d-%d8%ac%da%ab%da%93%db%90-%d8%ae%d8%a8%d8%b1%d8%af%d8%a7%d8%b1%db%8c/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب