جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامريکا کې د کورونا له امله بېکاري اوج ته رسېدلې

امريکا کې د کورونا له امله بېکاري اوج ته رسېدلې

تاند ( یک شنبه، د سنبلې ۳۰) په امريکا متحده ایالت کې لاهم د کورونا وبا په چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده.

په یاد هېواد کې کورونا وبا نه یوازې دا چې ډېر خلک یې وژلي بلکې د دغه هېواد اقتصاد ته یې هم سخته ضربه رسولې ده.

د امریکا د کارګرو وزارت د تازه شمېرو له مخې، یوازې په تېره اوونۍ کې ۸۶۰ زره خلکو د بې روزګارۍ له امله د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده.

یاد وزارت وایي له دې څرګندېږي، چې په امريکا کې د استخدام بيا عادي کېدل ورو شوي دي.

په ياد هېواد کې د بې روزګارۍ کچه له دوبي راهیسي په بې ساري ډول لوړه شوې او سربېره پر دې د کورونا وبا پر وړاندې د امريکا د ژغورنې لايحه هم په کانګرس کې د دواړو ګوندونو ترمنځ د کړکېچ په حال کې ده او لا هم تصويب شوې نه ده.

په ورته مهال د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند جوبایډن هم له همدې امله پر ولسمشر ټرمپ سختې نيوکې کړي دي.

نوموړي ویلي، ټرمپ باید د کمزوري مدیریت او بې پروایۍ له امله خپلې دندې استعفا ورکړي.

هغه زیاته کړې، چې د کورونا وبا د پراختیا له پیله د امریکا ولسمشر خپل مسوولیتونه نه دي پېژندلي او پر وخت یې د دغه وبا د مخنیوي لپاره اقدام نه دی کړی.

د ده په خبره نن چې په امریکا کې هر امریکایی وګړی د کورونا له امله مري پړه یې د ټرمپ پر غاړه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب