شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونه"په البانیا کې نیول شوې ماشومه: "تروریسته نه یم

“په البانیا کې نیول شوې ماشومه: “تروریسته نه یم

تاند(شنبه، د سنبلې ۲۹) البانیايي رسنۍ وايي، د دغه هیواد پولیسو ۶ افغان پناه غوښتونکي نیولي دي.

دا کسان د دوو کورنیو غړي دي چې درې یې ماشومان دي چې په یونان کې د کورچا (Korça) له کمپ څخه پلي (Pogradec) ته تللي وو.

دوی وايي چې ۷ یا ۸ ورځې یې پلی سفر کړی تر دې چې (Pogradec) ته ورسېدل.

د دوی په منځ کې یوې کم عمرې نجلۍ، چې اوښکې یې بهېدې، وویل«زه تروریسته نه یم. زه مادیس نومېږم، له یونان څخه راغلي یوو، له کورچا راتېر شوو، غواړو چې یوه ښه هیواد ته لاړ شو چې تعلیم وکړو. غواړم چې ښوونځي ته لاړه شم، زه لا ډېره کوچنۍ یم، باید ښوونځي ته لاړه شم. پیسې او ډوډۍ نه غواړم. پولیسو ونیولو خو موږ تروریستان نه یوو.»

د دوی په منځ کې یوې نجلۍ غوښتل چې د رومانیا پلازمېنې ته لاړه شي چې له خپلې مور سره یوځای شي.

د رومانیايي رسنیو د راپور له مخې، دوی ویل د دې لپاره راتښتېدلي چې یوه ښه اروپايي هیواد ته ځان ورسوي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب