Homeخبرونهعراق په رسمي ډول له دې هېواده د ۱۵۰۰ امریکایي سرتېرو وتل...

عراق په رسمي ډول له دې هېواده د ۱۵۰۰ امریکایي سرتېرو وتل منلي

تاند ( يک شنبه، د سنبلې ۳۰) د عراق د بهرنیو چارو وزیر په رسمي توګه له عراق څخه د ۱۵۰۰ امریکایي سرتېرو وتل تایید کړي دي.

د ياد هطواد د بهرنیو چارو وزير فواد حسین ویلي، امریکا د ټرمپ له ژمنې سره سم خپل ۱۵۰۰ سرتېري د عراق له مرکزي اډو څخه ويستلي دي.

نوموړي له الشرق الاوسط ورځپاڼې سره په مرکه کې د اروپا له پارلمان څخه غوښتي، چې په عراق کې د ترسره کېدونکو پارلماني ټاکنو نظارت لپاره خپل ناظرین دغه هېواد ته ورواستوي.

هغه د خپلو خبرو پر دوام دغه راز له اروپایي ټولنې هم غوښتي، چې د عراق نوم دې د ترهګرو ډلو د ملاتړ له لیست څخه وباسي.

https://taand.net/%d9%bc%d8%b1%d9%85%d9%be-%d9%86%d9%86-%d8%b9%d8%b1%d8%a7%d9%82-%d8%a7%d9%88-%d8%b1%d8%a7%d8%aa%d9%84%d9%88%d9%86%da%a9%d9%88-%d9%88%d8%b1%da%81%d9%88-%da%a9%db%90-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...