یکشنبه, مې 5, 2024
Homeکلتورراشه کنه مرم درپسې| عطاءالله ځواب

راشه کنه مرم درپسې| عطاءالله ځواب

 د ښاغلي نور محمد لاهو نوی ناول دی، چې له حقيقت او تصوير څخه ډکه کيسه ده. که يې لولې ته به وايې لکه کوم فلم ته چې ناست يم، د هرې پاڼې له اړولو سره ناول لا ښکلی کېږي.

د يو افغان خارج ته د تګ کيسه کوي، خپلې د تره لور سره يې مينه وي، هغې سره يې وعدې کړي وي چې تا به غواړم، لاره کې پرې يوه بله افغانه جلۍ مئينېږي، هغلته د نورو افغانانو وضعيت يې راخېستې، خپل تره يې ډېر بد يادوي خو کله چې ورته د پيسو د ورلېږلو ياده کوي؛ نو د تره خوی يې بدلېږې او دعاوې ورته شرو کوي. هلته چې په دې کومې سختۍ تېرېږي او کوم تکليفونه چې ګوري، دا به د هېچا په چا پيرزو نشي، ناول په ډېره ساده او کليواله ژبه ليکل شوی.

ډېر ناولونه او کيسې به مو لوستي وې خو کومه ژبه او د درده ډکه کيسه چې نور محمد لاهو صيب ليکلې وبه يې نه وينئ.

ډېر خوشاله شوم چې داسې يو ناول مې ولوست. هغه خلک يې بايد ضرور ولولي چې د خارج په خوبونو کې ډوب دي او ورته د تګ کوښښ کوي.

نور څه پرې نه وايم؛ خو دومره وايم چې نور محمد لاهو به هېڅکله ونه مري

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب