Homeخبرونهکندهار ښار کې د یوې مېرمنې جسد موندل شوی

کندهار ښار کې د یوې مېرمنې جسد موندل شوی

تاند، چهارشنبه د سنبلې ۲۶مه: د کندهار چارواکي وایي د دغه ولایت د  ۱۱ حوزې په ساحه کې به د هغه موندل شوي ښځي د جسد په اړه جدي پلټنې وکړي چې په ډیرې بې رحمۍ سره وژل شوې ده.

نن سهار د کندهار ښار د ۱۱ حوزې پولیسو ددې حوزې اړوند عینو مینه کې د یوې مېرمنې جسد موندلی دی.

د کندهار ولایتي چارواکي وايي دغه ښځه د هر ډول انساني کراماتو خلاف په ډېرې بې رحمۍ سره وژل شوې ده.

د کندهار د والي ویاند وايي، والي حیات الله حیات امنیتي مسؤلینو ته د پېښې د جدي پلټنو امر کړی تر څو د پېښې عاملین ونیول شي او قانوني مجازات شي.

د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی بیا وايي تر اوسه ددې ښځې د هویت په اړه هېڅ معلومات نه شته او د پېښې انګېزه هم نه ده معلومه شوې.

ښاغلي بارکزي هم د پېښې په اړه د پلټنو پیلېدل تایید کړي او ویلي یې دي چې په دې اړه به وروسته له رسنیو سره معلومات شرک کړي.

بلخوا د ټولنیزو شبکو لسګونو کاروونکو دغه پېښه غندلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...