جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهیونان ۴ افغان پناه غوښتونکي لیسبوس کمپ ته د اور اچولو په...

یونان ۴ افغان پناه غوښتونکي لیسبوس کمپ ته د اور اچولو په تور ونیول

تاند(پنجشنبه د سنبلې ۲۷مه) یوناني چارواکو پرون (چهارشنبه) څلور افغانان په لیسبوس کې د کډوالو تر ټولو د لوی کمپ په ویجاړولو او سوځولو کې په لاس لرلو رسماً تورن کړل.

دا څلور تنه، چې نومونه یې نه دي څرګند کړل شوي، په لیسبوس ټاپو کې محکمې ته وړاندې کړل شول او بېرته پولیسو ته وسپارل شول چې د دوسیې تر بشپړولو پورې یې ۳ ورځې په توقیف کې وساتي.

په موریا کمپ کې تېره اووني دوې شپې پر له پسې اور بل و چې له کبله یې ۱۲ زره پناه غوښتونکي نورو سیمو ته په تېښته مجبور شول.

په دې پېښه کې څوک ژوبل شوي نه دي.

له کمپه اکثره بې ځایه شوي کسان بې سرپناه په سړکونو کې اوسي.

د یونان پولیس وايي چې د اور بلولو په تور یې دوه تنه تر قانوني سن کشران هم نیولي خو هغوی ته یې دوسیه جوړه کړې نه ده.

په موریا کمپ کې شاوخوا ۴۰۰ تر قانوني عمر کشران اوسېدل.

د یونان حکومت ټینګار کوي چې موریا کمپ ته د پناه غوښتونکو له لوري په دې خاطر په لوی لاس اور ورته کړای شوی چې پر هغوی یې د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره محدودیتونه وضع کړي وو.

د یونان حکومت له اروپايي اتحادیې غوښتي چې په لیسبوس کې د پناه غوښتونکو لپاره نوی کمپ جوړ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب