سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeمقالېد م.م. "د ښځو د وضعیت کمیسیون" کې د افغانستان غړیتوب

د م.م. “د ښځو د وضعیت کمیسیون” کې د افغانستان غړیتوب

پوهندوی آصف بهاند
په میډیا کې داسې راپورونو سر راښکاره کړي دی چې: «افغانستان د لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو د وضعیت په کمېسیون کې غړیتوب ترلاسه کړ.»

دا په ملگرو ملتونو کې د ښځو د پرمختگ او برابرۍ له پاره د څارنې تر ټولو لوړ مقام دی. دا خو د لویې خوشالۍ خبره ده چې د ملگرو ملتونو په داسې یو مهم کمیسیون کې افغانستان د یوې څوکۍ خاوند شو؛ خو خبره دا ده چې په داسې یو کمیسیون کې به د افغانستان غړیتوب، د افغان مېرمنو په عیني روان ژوند باندې څومره تاثیر وکړي؟ د افغان مېرمنو په ژوند کې به څومره مثبت بدلون رامنځته کړي؟

زه خو فکر کوم چې دا به د هغو سرابونو څخه یو سراب وي چې دا ډېر کلونه افغانان او افغان مېرمنې پرې غولول شوې دي.

په یادو راپورونو کې په خوښۍ او خوشبـیـنانه ډول نظرونه ورکړل شوي دي چې په دې سره به د افغان مېرمنو په ژوند کې پوره بدلون رامنځته شي او د ښځو حقونو ته به نوره پاملرنه هم وشي. دا په امریکا غږ پښتو برخه کې د راغلي راپور بشپړ متن دی:

«د ملګرو ملتونو “د ښځو د وضعیت کمېسیون” کې د افغانستان غړیتوب
افغانستان د لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو د وضعیت په کمېسیون کې غړیتوب ترلاسه کړ.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ ویلي چې افغانستان به په دغه کمېسیون کې له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۵ پورې غړیتوب ولري.

دغې استازولۍ په خپل ټویټر لیکلي: “د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان دایمي استازولي خوښه ده چې د ۲۰۲۵-۲۰۲۱ دورې لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان د ښځو د وضعیت د کمېسیون په انتخاباتو کې د افغانستان تاریخي بریا اعلانوي. د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان د غړیتوب راهیسې دا لومړی ځل دی چې افغانستان د دغه مهم کمېسیون غړیتوب ترلاسه کوي”.

د افغانستان جمهوري ریاست د ملګرو ملتونو د ښځو د وضعیت په کمېسیون کې د افغانستان غړیتوب ترلاسه کول تاریخي بللې ده.

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي ویلي چې په اوس وخت کې د افغانستان ښځې د دغه هېواد د راتلونکې بڼې په بدلون کې مهم رول لري او د نړۍ په کچه د ښځو د حقونو لپاره له هر فرصت څخه په ټینګې ارادې استفاده کوي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلي چې د ملګرو ملتونو د سازمان د ښځو د وضعیت په کمېسیون کې د افغانستان د غړیتوب ترلاسه کول د سولې د خبرو په دې تاریخي پړاو کې د افغان ښځو د اغیزمن رول او د جنسیتي برابرۍ په نړیوال خوځښت کې د هغوی د لوړ غږ ښکارندويي کوي.

د ښځو د وضعیت په اړه کمیسیون (CSW) د ملګرو ملتونو سازمان د اقتصادي او ټولنیزې شورا (ECOSOC) یو فعاله کمیسیون او د نړۍ په کچه د حکومتونو ترمنځ بنسټ دی چې په ځانګړي ډول د جنسیتي برابرۍ او د ښځو ځواکمنتیا ته د ودې ورکولو لپاره فعالیت کوي.
د ملګرو ملتونو ۴۵ غړي هیوادونه چې د دغه سازمان د اقتصادي او تولنیزې شورا له خوا ټاکل کیـږي د دغه کمیسیون غړیتوب لري.»
څه چې په راپور کې راغلي دي، زه یې له ټولو سره موافق یم، خو داسې یې گڼم چې د د ملګرو ملتونو «د ښځو د وضعیت کمېسیون» کې د افغانستان غړیتوب به یو تشریفاتي غړیتوب وي او په عملي ډول به د افغان مېرمنو په ژوند باندې هيڅ تاثیر هم ونه لري.
زما له نظره د ښځو د حقونو د خوندیتوب ریښه په دې کې ده چې لومړی باید زموږ په ټولنه کې د ښځو ضد فکر له منځه یوړل شي، داسې فکرونو ته بابد نه وویل شي چې د ښځو د حقونو له کلمې سره حساسیت لري، په هر گام کې د ښځو پر حقونو پښه ږدي او د ژوند په هر برخه کې ستونزې ورته جوړوي.
همدا اوس په افغانستان کې د ښځو وضعیت ته په پام سره داسې څه روان دي چې ټولې ښځې د امید او ډار پر پوله درول شوي دي او د ښځو د حقونو په نامه هغه څه چې دوی تر اوسه ترلاسه کړي دي، د جمهوریت او امارت په تقابل کې د بربادۍ پر پوله ولاړ دي.

سره له دې چې د افغانستان د قوانینو په چوکاټ کې ښځې او نارینه مساوي حقونه لري، خو په عملي ډول خبره بل ډول ده یعنې د افغانستان په نامه هېواد کې تر پنځه نوي سلنه مېرمنې په هيڅ ځای کې امن نه دي:

ــ په کوڅه کې،

ــ په لاره کې،

ــ په دفتر کې،

ــ په ترانسپورت کې،

او حتی په خپل کور کې هم امن نه دي

ښځې ته په خپل کور کې ویل کېږي چې:
«ښځه یا په کور یا په گور»

دا د ښځې پر اوږو او د ښځې پر ژوند هغه دروند رواني بار دی چې ملا یې ورماته کړې ده، خو غږ نه شي کولای. «ښځه یا په کور یا په گور»  د ډیره سلنه افغانانو په عملي ژوند باندې یو حاکم ذهنیت دی، په تیره پر پښتنو کورنیو او پښتني سیمو باندې، دا ذهنیت داسې حاکم شویدی چې دا شعار کله، کله د زدکړو او با سواده اشخاصو له ژبې نه هم اوریدل کېـږي.

کله چې په افغانستان کې د ټوپکیانو اوسپنیزه شپیلۍ سُر شوه، د «ښځه یا په کور یا په گور» شعار ته عملي جامه ورواغوستل شوه. د دې شعار پلویانو او ټوپکي پتنگانو، په هر نامه چې وسله پر اوږه اړولې وه، د نورو منفي کارونو او ناخوالو تر څنگه یې د «ښځه یا په کور یا په گور» شعار د خپلې ټوپکي پالیسۍ نه جلا کیدونکې برخه گرځولې وه او د دې شعار تطبیقول یې ثواب گڼل.

که ملگري ملتونه او نړیواله ټولنه د افغانستان له ښځو سره مرسته کوي، د «ښځه یا په کور یا په گور» شعار دې، د دې شعار د تطبیقونکو له ذهن نه وتوږي، بیا دې خپلې هر اړخیزې مرستې پرهغو گروپونو، تنظیمونو، مسلح افرادو او… باندې ودروي چې عملاً او نظراً ښځې دویم لاس مخلوق گڼي او یوازې یې د اولاد زېـږولو او جنسي استفادې د کارولو یوه وسیله گڼي. هغو قوانینو ته دې نه ووایي چې نجونو او ښځو ته د زدکړو، کار او له کوره د وتلو اجازه نه ورکوي او…

ډېره سلنه دغو خلکو له یوې تر څلورو ښځې واده کړېدي او حتی زامنو او د کورنۍ غړو یې څو ـ څو ځلې پر نجونو او ښځو باندې جنسي تېري کړي

زموږ په ټولنه کې، افغان مېرمنې د داسې نا لیکلو قوانینو په دایره کې را ایسار کړای شوې دي چې هغو قوانینو ته یا  د چا ورپام نه دی او یا خوله پرې پټېـږي.

په همدې نږدې ورځو کې مې چېرې یو راپور ډوله متن ترسترگو تېر شو چې په هیڅ قانون کې مې نه لیدلی، نه لوستلی او نه مې اورېدلی دی؛ خو پر افغان ښځو باندې تطبیقېـږي او افغان مېرمنې یې په اور کې سوځي. دا هم راپور:

«د ۱۶ کلنې جلکۍ مېړه مري. د مېړه یې بل ورور هم نشته. خسر یې جیګیـږي جلکۍ ته وایي چې له کور بهر نه شې تللی. زه بل واده کوم چې کله مې زوی پیدا شو او راغټ شو، بیا دې هغه ته واده کوم. جلکۍ پنځه کاله کېږي ناسته ده. د خسر له دویېم واده اوس یو دوه کلن ماشوم کور کې شته. هاغه به غټیږي، بیا به د واده کېږي او بیا به دا جلکۍ چې له هغه سره واده کوي.

اوس تاسو لږ فکر وکړئ چې دې وحشیتوب او بې عقلۍ ته سړی څه ووایي. د نړۍ هر ډول وحشت او خرتوب دې ځناورتوب ته سلام اچوي.

#ښځه_د_ځناورو_له_منګولو_ژغورل_غواړي»

ښه اوس نو څوک شته چې ملگرو ملتونو او نړیوالې ټولنې ته ووايي چې:
ــ وروه!
ــ انډیواله!
ــ ملل متحد جانه!
موږ د ملګرو ملتونو «د ښځو د وضعیت کمېسیون» کې د افغانستان تر غړیتوب تېر یو، زموږ په ټولنه کې پر ښځو داسې اور بل دی چې د ښځو نسلونه، نسلونه یې په کې ایره شول او ایره کېږي پسې؛ راشه دا اور مړ کړه، که یې نه شې مړ کولای، کم تر کمه پر هغو کسانو خپله مادي او معنوي مرسته ودروئ چې همدا قوانین یې وضعه کړي او همدا اوس یې د تطبیقولو عاملین هم دي.

نور مو خوښه!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب