Homeخبرونهد پکتیا والي: طالبان غواړي د تاوتریخوالي په زیاتولو سره د سولې...

د پکتیا والي: طالبان غواړي د تاوتریخوالي په زیاتولو سره د سولې روان بهیر خراب کړي

تاند، چهارشنبه د سنبلې ۲۶مه: د پکتیا والي حلیم فدایي وايي طالبان د تاوتریخوالي په زیاتولو او د لویو لارو په بندولو سره د سولې روان بهیر د خرابو هڅې کوي.

ښاغلي فدایي چې نن یې په پکتیا کې یوې لویې غونډې ته خبرې کولې وویل، طالبان په لویو لارو کې د “پاټکونو” په جوړلو سره د سولې رامنځته شوي فرصت نه ناوړه ګټه اخلي.

په یاده غونډه کې د ۲۰۳ تندر قول اردو مرستیال ګدا محمد دوست په خپلو خبرو کې وویل، قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو سره د طالبانو په لیکو کې د بهیرنیو جنګیالیو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

د نوموړي په خبره د دوی پر وړاندې نه یواځې افغان طالبانو بلکې د بهرنیو هېوادونو څخه راغلو طالبانو هم جګړه کړې ده.

بلخوا د پکتیا اوسېدونکي په دغه ولایت کې د هدفي وژنو له زیاتېدو شکایت کوي او وايي چې د ورځې په تېرېدو سره د هدفي وژنو پېښې زیاتېږي  چې دوی یې سخت اندېښمن کړي دي.

د دوی په وینا طالبانو د مرکز ګردېز او ۶ ولسوالیو لارې تړلي چې خلک له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د یادونې وړ ده چې له تېرو پینځو ورځو راپدېخوا د قطر په پلازمېنه دوحه کې د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې مخامخ خبرې پیل شوي دي، چې هم مهال ورسره په هېواد کې جګړې زور اخیستی او هره ورځ پکې د جګړې د ښکیلو خواوو سربېره ولسي وګړو ته هم مرګژوبله اوړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...