پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهملابرادر د ناروې د بهرنیو چارو له وزیرې سره خبرې کړي

ملابرادر د ناروې د بهرنیو چارو له وزیرې سره خبرې کړي

تاند، چهارشنبه د سنبلې ۲۶مه: د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او ورسره  پلاوي د ناروې د بهرنیو چارو له وزیرې انې ماري ارکسن سره د ویډیو کنفرانس له لارې د سولې په روانو مذاکراتو خبرې کړي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر نعیم وردک په خپل ټويټر لیکلي، دغه آنلاین خبرې نن ماسپښین ۲:۰۰ بجې تر سره شوې چې پکې د سولې مذاکراتو او دغه راز له افغانستان سره د ناروې هېواد په مرستو خبرې شوي دي.

د ښاغلي وردک په خبره ملا برادر ټینګار کړی چې افغانان باید خپلې ستونزې د بهرنیانو له مداخلې پرته حل کړي.

په ورته مهال یو شمېر رسنیو خبر ورکړی چې د حکومت او طالبانو د تماس ډلو تر منځ نن د قطر په وخت څلور نیمې بجې ګډه ناسته تر سره شوې ده.

د راپورونو له مخې دواړه لوري اوس هم په خبرو بوخت دي او تر اوسه کومې معلومې نتیجې ته نه دي رسېدلي.

دا چې سبا پنجشنبه به هم پر اجنډا بحث وشي کنه تر اوسه یې په هکله معلومات نشته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب