جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهسي بي اس نیوز: که د سولې روانې خبرې نتیجه ورنکړي طالبان...

سي بي اس نیوز: که د سولې روانې خبرې نتیجه ورنکړي طالبان به په نظامي لاره غور وکړي

تاند، چهارشنبه د سنبلې ۲۶مه: د ملي روغې جوړې عالي شورا وايي، د حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي دې پرېکړې ته رسېدلي چې تر دې وروسته به له یوه ادرسه معلومات خپروي.

په قطر کې د حکومت د مرکچي پلاوي د تماس ډله تمه لري چې د نن ورځې تر پایه به د افغانانو د خپلمنځي خبرو لپاره او کاري طرزالعمل وروستی شي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا ویاند وايي په تېرو دوو ورځو کې د دواړو لوریو د تماس ډلې په ډېرو مواردو توافق ته رسېدلي دي.

نوموړٍي زیاته کړې دواړه خواوې باید داسې یو ادرس پیدا کړي تر څو خلکو ته له یوه ادرسه معلومات ورسوي.

د هغه په خبره تمه لري چې روانې خبرې به یوه ښه پایله ورکړي او دی هیله من دي چې یوې پایلې ته به رسېږي.

ښاغلي خوځون زیاته کړې، په دې هوکړه شوې چې د مذاکراتو په جریان کې باید دواړه خواوې د یو بل نظر ته درناوی ولري او له زغمه کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په خپلو خبرو کې ویلي وو چې طالبانو سره د نظر اختلاف لري خو بیا به هم خبرو ته دوام ورکوي او د سولې راوستو لپاره به خپلې هڅې جاري ساتي.

په همدې حال کې په قطر کې د طالبانو په مذاکره کوونکي پلاوي کې یوې معتبرې سرچینې خبریالانو ته ویلي، د دواړو غاړو د تماس ډلو تر منځ د طرزالعمل په وروستي کېدو بحثونه اوس هم دوام لري.

بلخوا د افغان دولت د مذاکراتي ټیم یو غړی وايي په طرزالعمل کې د ۱۹ مواردو له جملې یې په ۱۶ هغو یې هوکړه شوې ده.

په ورته مهال سي بي اس شبکې په خپل تازه راپور کې ویلي، که د سولې روانې خبرې کومې مشخصې پایلې ته ونه رسېږي طالبان به په نظامي لاره غور وکړي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپل ټویټر لیکلي، د افغانانو او نړیوالې ټولنې لپاره د طالبانو دا ډول څرګندونې خورا خواشینوونکي دي.

ښاغلي صدیقي زیاته کړې دا د سولې اوسنۍ روحیې خلاف کار دی.

د افغان دولت او طالب پلاوو تر منځ د تېرې شنبې په ورځ مذاکرات پیل شوي چې اوس هم دوام لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب