پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهبلخ کې پر ۱۷۰ کورنیو شېدې ورکوونکې وزې ووېشل شوې

بلخ کې پر ۱۷۰ کورنیو شېدې ورکوونکې وزې ووېشل شوې

تاند(چهارشنبه، د سنبلې ۲۶) په بلخ ولايت کې په ۱۷۰ کورنیو شيدې ورکوونکې وزې ووېشل شوې تر څو پرې کورنی اقتصاد ورغوي.

د کرنې وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د دې ولایت د کډوالو چارو ریاست، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د همکاریو دفتر او د «ORD»موسسې په همکارۍ له ایران او پاکستان څخه پر ۱۷۰ راستنو شویو کورنیو شېدې ورکوونکي وزې ووېشلې.

د خبرپاڼې په حواله، دغه راستنې شوې کورنۍ د بلخ ولایت د نهرشاهي ولسوالۍ د قالین بافانو په ښارګوټی کې ژوند کوي، چې پر دوی ۳۴۰ شېدې ورکوونکي وزې، د څارویو ۶۸ مټریک ټنه خوراکي توکي او دغه راز د څارویو د ساتنې اړوند اړین توکي وېشل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...