جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهننګرهارۍ مېرمنې د سولې په خبرو کې د دايمي اوربند غوښتنه کوي

ننګرهارۍ مېرمنې د سولې په خبرو کې د دايمي اوربند غوښتنه کوي

تاند ( چهارشنبه، د سنبلې ۲۶) ننګرهارکې ګڼو مېرمنو نن د یوه سوله ییز لاریون پرمهال د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې له روانو خبرو ملاتړ وکړ.

دوی د لاریون پرمهال د جګړې له ښکېلو خواوو د اوربند غوښتنه کوله.

لاریونوالې مېرمنې وایي: «مونږ د سولې له خبرو ملاتړ کوو او له دواړو خواوو غوښتنه کوو، چې لومړی باید اوربند وکړي، تر څو په هېواد کې روانه جګړه پای ومومي».

د لاريون یو شمېر ګډونوالې مېرمنې بیا په بین الافغاني مذاکراتو کې د تېرو ۱۸ کلنو لاسته راوړنو او په تېره بيا د ښځو د حقونو د خوندیتوب په اړه اندېښمنې دي.

د دوی په خبره طالبانو سره له هوکړې وروسته ښځې زده‌ کړو او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي پر حق سربېره باید په سیاست او د ټولنې په نورو برخو کې هم فعالې وي.

ننګرهار کې میرمنې داسې مهال د بین الافغاني خبرو د پیل په ملاتړ لاریون کوي، چې هم مهاله ورسره د قطر په دوحه کې د افغان او طالب پلاوو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي.

https://taand.net/%d8%a7%d8%b1%da%ab-%d9%84%d9%87-%d8%b3%d9%8a-%d8%a8%d9%8a-%d8%a7%db%90%d8%b3-%d9%86%d9%8a%d9%88%d8%b2-%d8%b3%d8%b1%d9%87-%d8%af-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%ae%d8%a8%d8%b1%db%90/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب