Homeخبرونهعراق کې د امریکا پر سفارت راکټي بریدونه شوي

عراق کې د امریکا پر سفارت راکټي بریدونه شوي

تاند ( سه شنبه، دسنبلې ۲۵) د رسنیو د راپورونو له مخې په عرق کې د امريکا پر سفارت راکټي بريدونه شوي دي.

دا په تېرو څو میاشتو کې تر ټولو درانه راکېټي بریدونه بلل شوي، خو ویل کېږي  په پېښه کې چا ته زیان نه دی اوښتی.

د معلوماتو له مخې په بغداد کې د امریکا سفارت په شنه ساحه کې دی، چې تر ټولو امنه ګڼل کېږي او د راکټ دفاعي سیستم هم لري.

بل لورته بيا د امریکا سفارت ادعا کوي، چې دوی د دفاعي سیستم په مرسته دغه بريدونه دفع کړي دي.

په عراق کې په دې وروستیو څو میاشتو کې د امریکا او وسله والو ملېشو ترمنځ سختې ناندرۍ روانې دي، چې څو ځله په همدې ناندريو کې د امریکا پرسفارت درانه بریدونه هم شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...