Homeخبرونهد سولې خبرې؛ د تماس ډلې به نن کړنلار او کاري اصول...

د سولې خبرې؛ د تماس ډلې به نن کړنلار او کاري اصول عمومي غونډې ته وړاندې کړي

تاند (سې شنبه، د سنبلې ۲۵) ټاکل شوې ده چې په قطر کې د افغانستان د حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو د تماس ډلې نن (سې شنبه) د کړنلارې او کاري اصولو په اړه نورې خبرې وکړي او د موافقې په صورت کې یې د دواړو خواوو د پلاوو عمومي غونډې ته وړاندې کړي.

پرون د دواړو خواوو د تماس ډلو د کاري اصولو او طرزالعمل یا کړنلارې په اړه مفصلې خبرې وکړې او د عمومي غونډې لپاره یې تر ډېره حده چمتو کړه.

سره له دې چې د دواړو خواوو غړي وايي چې خبرې یې په ښه ډول او له ناندریو په لېرې فضا کې پرمخ ځي خو تر خپل مهالوېش یو څه شاته دي.

د چارو کتونکي وايي چې تر دې دمه د سولې خبرې مثبتې روانې دي او ښايي دلیل یې دا وي چې اصلي او حساس پړاو لا په وړاندې دی.

طالبانو پخوا په ځلونو ویلي چې که د بهرنیو پوځیانو د وتلو مهالوېش اعلان شو، له نورو افغانانو سره به په خبرو او یوې موافقې ته په رسېدو کې ستونزه ونه لري.

خو تر دې دمه طالبانو د اوربند په اړه د افغانستان د حکومت او نړیوالې ټولنې غوښتنه نه ده منلې او بلکې جګړې ته یې تر پخوا هم شدت ورکړی دی.

د طالبانو له لوري د جګړې شدت ډېر افغانان، چې د سولې خبرو ته هیله من شوي وو، یو څه اندېښمن کړي او په دې اړه یې نهیلي کړي چې د سولې روانه پروسه به بریالۍ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...