جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد قرنطین پر مهال له هلکانو زیاتې نجونې له زده کړو محرومې...

د قرنطین پر مهال له هلکانو زیاتې نجونې له زده کړو محرومې شوي

تاند، دوشنبه د سنبلې ۲۴مه: د ماشومانو د ملاتړ بنسټ وايي ماشومانو د قرنطین پرمهال هیڅ نه دي زده کړي او یایې ډيره کمه زده کړه کړې ده.

د ماشومانو د ملاتړ بنسټ یا (Save The Children) د ماشومانو د زده کړو پر بهیر او د کورونا ناروغۍ اغیز په اړه په یوه تازه راپور کې ویلي د هرو لسو تنو ماشومانو له ډلې اتو هغو یې د قرنطین پر مهال هېڅ نه دي زده کړي او یا یې ډېره کمه زده کړه کړې ده.

دغه څېړنه چې د هېواد په شپږو ولایتونو کې تر سره شوې له ۴۸۰ تنو زده کوونکو او د هغوی له کورنیو سره پکې خبرې شوي دي.

له دې ډلې ۶۴ سلنه زده کوونکو ویلي چې د کورونا پر مهال یې له خپلو ښوونکو سره هېڅ اړیکه نه ده شوې او شپږ سلنه یې بیا ویلي چې په دغه موده کې یې یواځې یو ځلې له خپلو ښوونکو سره رابطه کړې ده.

دغه راز له درېوو یوې برخې یې ویلي چې قرنطین کې له یو ډول تاوتریخوالي سره هم مخامخ شوي دي او له لسو ماشومانو اته تنو یې د منفي احساساتو څرګندونه کړې ده.

په راپور کې وړاندې راغلي د هېواد په لرې پرتو سیمو کې په درېوو کې یوه کورنۍ د درسي مواد له کمښت سره مخامخ شوې چې نسبت ښاري سیمو ته بیا دا کچه زیاته ګڼل کېږي.

راپور کې دا هم ویل شوي چې په شپږو ولایتونو کې یواځې ۲۸.۶ سلنه ماشومانو د تلویزیوني پروګرامونو ۱۳.۸ سلنې د راډیو او صفر اعشاریه دوه سلنې د انټرنېټ له لارې زده کړو ته لاسرسی لرلی دی.

د ماشومانو د ملاتړ ادارې ویلي، نسبت هلکانو ته زیاتې نجونې له زده کړو محرومې شوي او پر ژوند یې منفي اغیز کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب