جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد حکومت مرکچي پلاوی قطر ته روان شو

د حکومت مرکچي پلاوی قطر ته روان شو

تاند، جمعه د سنبلې ۲۱مه: د افغانستان د سولې خبرو لپاره د حکومت مرکچي پلاوی د ملي روغې جوړې عالي شورا د رئیس په مشرۍ د قطر پلازمېنې دوحې ته روان شو.

په دغه پلاوي کې د بهرنیو چارو د وزیر حنیف اتمر په ګډون د مذاکراتي ټیم غړي او ځیني نور کسان شامل دي.

د دولت مرکچي پلاوی د ۴ مېرمنو په ګډون ۲۱ غړي لري چې مشري یې معصوم ستانکزی کوي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا په یوه اعلامیه کې ویلي ښاغلی عبدالله به د بین الافغاني خبرو د پرانیستې مراسمو کې خبرې وکړي.

په اعلامیه کې دغه راز راغلي چې ښاغلی عبدالله به د کوربه هیواد له چارواکو او د مراسمو له یو شمېر ګډونوالو سره وویني.

ټاکل شوې چې د حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې سبا شنبه قطر کې پیل شي.

دغو مراسمو ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د یو شمېر هیوادونو استازي هم ورځي.

افغانان هیله لري چې دغه خبرې به یوه مثبته پایله ولري او په افغانستان کې به څو کلنه جګړه پای ته ورسېږي.

2 COMMENTS

  1. مونږ افغانان پداسې حال کې چې د بین الافغاني خبرو او مذاکرو د پیل کېدو له امله د زړه له کومې هرکلی کوو، هیله کوو چې دواړې خواوې په صادقانه او رښتینې توګه خپل الله ج حاضر او ناظر وګڼی ، فقط او یواځې د افغانستان ملي ګټې په نظر کې ونیسي ، د خبرو په پای کې ټولې خواوې ځانونه بریالي ، وياړلي او خوشبخته حساب کړي.
    د داسې یوې عادلانه او له ویاړه ډکه سولې زیرې د افغانستان خلکو ته په ډېر کم وخت کې اعلان کړي چې بیا هېڅکله د توپک مرمۍ د افغان د وژلو سبب نه شي .

  2. د امیتا بچن پېښې نه بلکې د بریالیتو ب راز لپاره کوښښ وکړه!
    عمر بن عبد العزیز۷۱۷ -۷۲۰ م دامام حسین رض ۶۷۰ م لمسی ابو جعفر محمد بن علی ته وویل چې قوم د خلافت دغه دروند بار زما په ناتوانو اوږو باندې اچولی دی.ماته د کامیابی راز ووایه.هغوی وفرمایل ای امیر!
    وړو ته زوی ،مشرانو ته پلار،همزولو ته ورور ووایه . وړو باندې رحم ،مشرانو سره احسان او همزولو سره محبت کوه.
    فلهذا دعوامو نېکمرغی او بد بختی دهغو په ټاکنیزو رهبرانو نه انتصابی او نه بغاوتګر پورې منحصره ده .
    که زه سولی ته تللی نو دیتیمانو ،بې وزلو ، شهیدانو ،بې هیلې او بې برخې او ۵۴سلنه وږی ولس نه مې عفوه غوښته او په ډیر پاک نیت مې دالله (ج )او دهغه درسول اکرم (ص) په وړاندې د خیر او فلاح دعا کوله او له شرم پټ الوتکې ته ننوتم .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب