جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeمقالېجګړې، بین الافغاني خبرو ته چمتووالی او د سولې نامعلوم برخلیک

جګړې، بین الافغاني خبرو ته چمتووالی او د سولې نامعلوم برخلیک

څو احتماله شته چې حکومت  اوطالبان به سوله وکړي، خو ایا ريښتنې سوله به را‌شي!؟

وړمه ورځ د ولسمشر په لومړي مرستیال امرالله صالح خونړی برید وشو؛ چې لس تنه پکې وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي. طالبانو يې پړه نه ده منلې او تر اوسه ښکاره نه ده چې یاد برید به چا کړی وي!؟ په ورته وخت کې طالبانو او افغان حکومت جګړو ته زور ورکړی؛ طالبانو د پنجشېر د ابشار ولسوالۍ په یوه سیمه برید کړی او ځينې کسان يې برمته کړي دي. همدا راز یادې ډلې د کابل د خاک‌جبار پر امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې بیرته په شا تمبول شوي دي. دغه راز افغان ځواکونو د لغمان په الیشنګ ولسوالۍ کې ۲۰ طالبان په هوايي بریدونو کې وژلي او ۸ تنه ټپیان دي.

په داسې حال کې جګړه یو ځل بیا توده شوې، چې بین الافغاني خبرو ته حکومت او طالبان تر بل هر وخت، نږدې شوي؛ لوی خنډونه له منځه تللي او پرته له شپږ طالب بندیانو چې د فرانسوي او استرالیايي وګړو په وژنه تورن دي، نور داسې څه نه دي پاتې چې خبرې دې وځنډوي. تمه دا وه چې بین الافغاني خبرې په ټاکل شوې نېټه پیل شي؛ خو تر اوسه لا هم په رسمي توګه نه دي پیل شوې او د حکومت په باور د تخنیکي ستونزو له امله ځنډدلې دي.

همدارنګه د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد په قطر کې له طالبانو سره کتلي او د بین الافغاني خبرو پر ژر پیلېدو يې ټینګار کړی دی. طالبانو له امریکا سره درې میاشتې مخکې د سولې هوکړه لاسلیک کړه او ژمنه يې ورکړه چې د دوی پر وړاندې به بریدونه نه کوي او نورې ‌ډلې به هم نه پرېږدي چې امریکا وګواښي. 

څو احتماله شته چې طالبان به  له حکومت سره  سوله وکړي، خو ایا ريښتنې سوله به را‌شي!؟

لومړی: طالبان او افغان حکومت  تر سخت فشار لاندې دي او باید ژر بین الافغاني خبرې پيل کړي، ځکه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ژمنه کړې وه، چې د افغانستان له نامعلومې جګړې څخه به خپل پوځيان وباسي. بلخوا په امریکا کې ولسمشرېزې ټاکنې نږدې شوې او ټرمپ د سولې نوبل جایزې ته هم نوماند شوی دی. امریکا هڅه کوي چې مخکې له ولسمشریزو ټاکنو بین الافغاني خبرې یوې پايلې ته ورسېږي. تر څو ټرمپ خپله ژمنه له امریکایانو سره پوره کړې وي.

دویم: طالبان به له حکومت سره سوله وکړي، خو یاده ډله به څو برخې شي. ځينې طالب جنګیالي به له داعش سره یو ځای شي، ځکه د ځينو کړنو له امله پرته له جګړې بله لار نه ويني او وینو چې د یادې ډلې لپاره  پراخ کمپاین هم روان دی او په داسې سیمو کې بریدونه کوي، چې له استخباراتي مرستې پرته نشي ترسره کېدای. ځينې طالبان به خپل  دريځ ټینګ کړي، ځکه له فکري اړخه په اماراتي نظام باور لري  او پاتې نور به د افغان دولت یوه برخه شي.

درېیم: په حکومت کې پټې کړۍ نه غواړي چې له طالبانو سره سوله وشي، ځکه خپل مقام، څوکۍ او امتیازات په خطر کې ويني له همدې امله یو ځل  بیا په ځينو ولایتونو کې خپلسرو وسله والو مليشو سر را پورته کړی او خلکو ته يې سخت سرخوږی جوړ کړی دی.

څلورم: افغان دولت په خپلو ارزښتونو ټینګار لري چې ډېری يې د طالبانو له ارزښتونو سره په ټکر کې دي. که دواړه لوري نرمښت و نه کړي، ګرانه ده چې د سولې پېچلې پروسه دې پایله ورکړي. همدارنګه امریکا ته توپیر نه کوي چې له سولې وروسته کوم ارزښتونه په ټولنه  کې پلي کېږي؛ امریکا یوازې له هغو ارزښتونو سره ستونزه او حساسیت لري چې په سیمه کې يې ګټې ګواښي. 

پنځم: تر اوسه افغان حکومت شپږ جنجالي طالبان، چې فرانسویان او استرالیايان يې وژلي، نه دي خوشې کړي. پوښتنه داده چې یادو طالبانو به څومره بهرني وګړي وژلي وي چې د سولې پروسه يې ټکنی کړی ده؟. او ایا د زرګونو افغانانو وینه له هغوی څخه بې ارزښته ده چې  د طالبانو  په حملو کې تويې شوې!؟ له دې ښکاري چې حکومت له یوې خوا د امریکا تر فشار لاندې دی، چې پاتې بندیان خوشې کړي؛ او له بلې خوا د فرانسې او استرالیا اثر په سیمه کې له پامه نشي غورځولی.

پایله

طالبان او حکومت یوازې د دې لپاره پر یوه بل بریدونه کوي، چې د سولې په پروسه کې غوښنه برخه خپله کړي. خو که دوام ورکړي وېره شته چې سوله به و نه شي. دغه راز امریکا په نړيواله کچه ډېری تړونونه نقض کړي  او ښکاره نه ده چې له ولسمشریزو ټاکنو وروسته به له طالبانو سره په خپلو ژمنو عمل وکړي که نه!؟ خو بیا هم د ستونزو او له نامعلوم راتلونکي سره سره افغانانو ته تاریخي فرصت په لاس ورغلی، که ښه ګټه يې ترې پورته کړه، بهرنۍ دسيسې يې شنډې کړې، نرمښت يې وکړ او ځينې له خپلو ګټو تېر شي تمه شته چې د افغانستان اوږده غمیزه به پای ومومي. 

محمد طارق صابر

1 COMMENT

  1. د لیکني د پيل برخه لکه پر امرالله صالح خونړی برید، په پنجشیر د طالبانو برید، د شپږ تنو طالبانو سرنوشت، د خلیلزاد لیدني کتني او د ټرمپ ویناوي، ویبسایټونو، اخبارونوو راډیوګانو او تلویزیونو په لسګونه ځله په سترګو غوږونو را ننه ایستلي دي. زه د تاند د لوستونکي په توګه نوې خبره لوستل غواړم، خبره که هر څومره ښه هم وي، چې زیاته تکرارشي بدرنګه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب