Homeخبرونهتیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په ځینو ولایتونو کې ۵۵ وسله...

تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په ځینو ولایتونو کې ۵۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند(جمعه، د سنبلې ۲۱) د ننګرهار شیرزادو ولسوالۍ کې په ګندمک سیمه کې د وسله والو طالبانو ډله ییز برید د بهرنیانو په ګډون ۱۲ وسله والو طالبانو په وژل کېدو له ماتې سره مخ شو.

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي ویلې چې د شیرزادو ولسوالۍ په ګندمک سیمه کې تېره شپه ناوخته وسله والو طالبانو د امنیتي ځواکونو په پوستو ډله ییز برید وکړ چې د امنیتي ځواکونو په ځوابیه برید کې د بهرني اتباعو په ګډون ۱۲ وسله وال طالبان ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول،متاسفانه په دې پېښه کې د ملي اردو شپږ سرتېرو په ګډون لس امنیتي ځواکونه شهیدان شوي او پنځه نور ټپیان دي .

نوموړي ویلې، د یادې پېښې د رامنځته کېدو سره سم تازه دمې امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي او د امنیت په تامین سره یې خلکو ته به عادي ډول د ژوند کولو زمینه برابره کړې ده.

د خوږیاڼي په خبره چې، په ولسي او سیاسي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار او د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل د سولې په حساس پړاو کې رامنځته شوې پېښه غندلې، شهیدو سرتېرو ته یې د فردوس جنت او ټپيانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله کړې.

بل خوا په خوست کې هم ۲۲ طالبان وژل شوي.

د خوست ولایت د پولیسو ویاند عادل حیدري رسنیو ته وویل چې تیره شپه د خوست ولایت د قلندري ولسوالۍ اړوند د غلنګ په سیمه کې په دوو پوستو طالبانو بریدونه کړې دي چې له امله یې ۲۲ طالبان وژل شوي.

بل لورته په لوګر ولایت کې هم ۱۲ طالبان وژل شوي.

د لغمان ولایت د والي ویاند په علیشنګ ولسوالۍ کې د بریدونو له امله د لسو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی چې ۶ طالبان مړه دي او څلور نور ټپیان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...