شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeمقالېد ځوان چاپېریال | احمد احمدزی

د ځوان چاپېریال | احمد احمدزی

          هغه ځوانان چی عمرونه یې له ۱۵ تر ۲۴ دې په نړۍ کی یې شمېر ۱.۲ ملیارده ښودل شوی او افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د ځوانانو نفوس پکې ډیړی لیدل کیږي. د نړۍ ځوانان په بیلا بیلو کارو باندې بوخت دي. څوک زده کړه کوي ترڅو خپل ټاکلي منزل ته ورسيږي، څوک مختلف ډول مسلکونه زده کوي او څوک بیا د فقر او بیچارۍ له امله مزدوري کوي ترڅو یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي. دا خبره جوته ده چې له څو لسیزو راهیسې افغانستان د جنګ ډګر ګرځیدلی او دې بدبختي (جنګ) زمونږ هیواد او هیوادوالو ته ډیر زیانونه ورواړول. د ځوان نسل له زده کړې، پوهې او د پرمختګ څخه توجه اړول یې له سترو زیانونو څخه ده. افغان ځوانان په خپله ټولنه کي له ډیرو کړاونو سره مخ دي. د کورنۍ مسءولیت، بی کارۍ ، په ژوند کی نه پلان ګزاري، کم پوهاوی او داسې نور هغه څه دي چې ځوانان خپل ژوند کې ورسره مخ دي. خو ده دې ناخوالو څخه د وتلو لار شته او هغه لار د انګېزې لرل، هدف ټاکل او مبارزه کول دي.

     انګېزه لرل د بریالیتوب یو راز ده ځکه همدا انګېزه ده چې مونږ کې د کار کولو او زیار اېستلو احساس پیدا کوي. د ځوان په ژوند کې انګېزه ډوډۍ کی د مالګې په څېر ده. مونږ په خپل ژوند کې ډېر داسې حالاتو سره مخ کیږو چی له کبله یی مونږ کومه لېوالتیا لرو له لاسه ورکوو او منفي فکرونه مو ذهن ته راځي چې وروسته خپلو ټولو کړو وړو ته په ټيټ نظر ګورو او ښه احساس بایلو. په دې ډول ښه احساس بایلل او د منفي فکرونو لرل په ځوانانو کې ډیر لیدل کیږي. دا ځکه چې د مطالعې نشتون زیات وي. په داسی حالاتو کی ځوان باید د لوړ شخصیت لرونکو انسانانو کتابونه ولولي. خپلو ټولو کړو وړو ته د هغوی په ژوند کې وګوري چې د تجربې کمښت یې وه پنځیږي او مثبت فکر لرونکو خلکو سره دې وه اوسي او خپلو کارو ته دې په مثبت نظر وګوري. له دی سره سره دي د خپل ذهن کنترول کولو هنر هم زده کړي او په خپلو کارونو کې دې جدې واوسي ځکه د ځوانۍ عمر د انسان د ژوند معیار ټاکي.

     د نړۍ هر انسان په خپل ژوند کې هدف لري او د هغه لاسته راوړل یو لوی افتخار ګڼي. خپلې موخې ته د نه رسېدو شېبې خورا مشکلې وي او د نا امېدۍ کندې ته انسان ټېلوهي چې وروسته منفي پایلې لري. هدف ټاکل د ځوان لپاره اړین کار دی او ښه هدف ټاکل فکر او پوهې ته اړتیا لري. د ژوند کمې تجربې له امله ډیرو ځوانانو ته دغه کار مشکل وي او نشي کولاې خپله تګلاره وټاکي. زمونږ ټولنه کي داسې ځوانان شته چی په کلونو کلونو زحمت ګالي ترڅو خپلې انتخاب پایلې ته ځان ورسوي خو د وخت په بدلېدو سره هغوي دا احساس کوي چې د هغوي ټاکلې موخه د هغوي د ژوند اصلي تګلاره نه ده او وروسته خپله تګلاره تغیر کړي. د حالاتو بدلېدل او پرځان اعتبار نه لرل یو ځوان داسی کار ته اړ باسی چی دا به د یو ځوان د سرو زرو په شان قېمتي وخت او ځوانۍ وه لوټي. له دې سره ځوانان باید پر یو هدف تکیه وه نکړي او په خپل ژوند کې د کامیابۍ ډیرې لارې نظر بندې کړي ځکه د یو هدف د نه لاسته راوړلو په صورت کې هغه کولاي شي چې په بل هدف باندې تکیه وکړي. د یو هدف د نه لاسته راوړلو په صورت کې په بل هدف باندي تکیه کول به ځوان ناامیدې څخه وژوغوري او د ځوانې ارزښتناک وخت به یی هم ضایع نشي.

     د انسان کامیابي او ناکامي د مبارزې په کولو او نه کولو پورې اړه لري مطلب د کلک هوډ او مظبوطې ارادې اړوند ژوند یو انسان کامیابی ته رسوي. زمونږ په ټولنه کې ډېر داسې ځوانان شته چی هغوی خپل کارونه سبا ورځ ته پرېږدي ځانته بهانې جوړوي او خپل زړه پر همدې خوشحالوي. یاد کار وروسته د هغوي په تاوان تمامیږي مګر هغوی نه پوهیږي.  تامس ایډیسن چی یو پېژندل شوی ساینسپوه ده ډیرې هلې ځلې وکړې چی څراغ اختراع کړي مګر هغه به وار په وار ناکامۍ سره مخ کېده خو یوه ورځ د ۹۹۹۹ ځله ناکامو تجربو نه وروسته د څراغ په اختراع کولو کی بریالی شو او اوس په نړۍ کی د څراغ اختراع کوونکي په نوم  پېژندل کیږي. له دې څخه دا جوتیږي چې د کامیابۍ لپاره مبارزه کول شرط ده.

     زده کړه، مزدورۍ او مسلکي زده کړه هر څوک کوي مګر کامیابه خلک هغه دي چې خپل ژوند کې د کار کولو لپاره انګیزه ولري ترڅو خپل کار کې کم جراته نشي، یو ټاکلې هدف ولري او د هغه لاسته راوړلو لپاره قوي مبارزه هم وکړي. ځوانان دې په خپل ژوند کې بې طرفه وه اوسي یعنې په ټولنه کې هغه کارونه چی یو ځوان له پرمختګ څخه راګرځوي له هغه نه دې بیطرفي اختیار کړي او خپل ټول تمرکز دې پر خپل راتلونکي وکړي. په ژوند کی بی پروا اوسېدل نیمه خوشحالي ده او ازاد اوسیدل ټوله خوشحالي ده. ځوانان باید له هر لحاظه ازاد وه اوسي ځکه دا به د هغوي ژوند اسانه او راتلونکی به يې روښانه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب